د کرنې وزارت د اراضۍ لوی رياست له خوا ترانسپورت او هوايي چلند وزارت ته ځمکه انتقالېږي 

mail-admin
شنبه ۱۴۰۳/۸/۲۶ - ۱۵:۲۹
د کرنې وزارت د اراضۍ لوی رياست له خوا ترانسپورت او هوايي چلند وزارت ته ځمکه انتقالېږي 

۲۶ لړم ۱۴۰۳ه‍.ش
۱۴ جُمَادَى الأول ۱۴۴۶ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د اراضۍ لوی رياست له خواه ترانسپورت او هوايي چلند وزارت ته د ۲۲۲ جريبه ځمکې د لېږد تړون تړلاسليک شو.
یاده ځمکه د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت د وړانديز او د عالیقدر امیرالمؤمنین (حفظه الله تعالی) د حکم په اساس د هلمند ولايت نهرسراج، باباجي او ګرشک ولسوالیو کې په ۲۰۲جريبه ځمکه باندې د تير پارکونو، مسافر وړونکو او بار وړونکو موټرو د ترمينلونو او کندز ولایت حضرت امام ولسوالۍ کې په ۲۰جريبه ځمکه باندې د بار وړونکو موټرو د ترمينل د جوړولو په موخه د اراضۍ لوی رياست لخوا ترانسپورټ او هوايې چلند وزارت ته انتقال شوه.
د يادې ځمکې لېږد تړون د کرنې وزارت اراضۍ لوی ریاست د ځمکو د انتقال او وېش رییس مولوي سيد محمد سعيد او د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت د مالي او اداري څانګې ارشد متخصص حزب اللّٰه حمیدي ترمنځ لاسلیک شو.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۲۸
Background image

ننګرهار کې ۴۰ بزګرانو ته د جوارو د حاصل ټولولو په موخه وسایل ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ماشومانو د ساتنې دفتر له لوري د سره‌رود ولسوالی ۴۰ تنو بزګرانو ته د جوارو د حاصل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۴۰
Background image

ننګرهار کې ۴۵۰ کورنیو ته د سبو تخمونه او کرنیز توکي ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د اکشن اېډ مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۲۲
Background image

خوست کې پر سلګونو بزګرانو اصلاح شوي تخمونه وېشل کېږي

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر څارنې لاندې، د دغه ولایت د مرکز په درېیو اړوندو واحدونو کې ۱۵۰۰ مستحقو بزګرانو ته د اصلاح. . .

بازگشت