د کرنې او مالدارۍ مرستیال په ازبکستان کې د افغانستان له سفیر سره وکتل

user-admin
شنبه ۱۴۰۳/۸/۲۶ - ۹:۷
د کرنې وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدر اعظم عثماني نن د خپل کار په دفتر کې په ازبکستان کې د افغانستان له سفیر مولوي عبدالغفار بحر سره وکتل.


د کرنې وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدر اعظم عثماني نن د خپل کار په دفتر کې په ازبکستان کې د افغانستان له سفیر مولوي عبدالغفار بحر سره وکتل.
په دې کتنه کې د افغاني محصولاتو د صادراتو په برخه کې د اسانتیاوو رامنځته کولو، د نندارتونونو جوړولو، د کرنې سکتور د کارکوونکو د وړتیا لوړولو، د اصلاح شویو تخمونو د واردولو او د قرنطین د موضوعاتو په ګډون پر بېلابېلو مسایلو خبرې اترې وشوې.
د کرنې او مالدارۍ مرستیال په ازبکستان کې د افغانستان له سفیر څخه وغوښتل، چې د ازبکستان له چارواکو سره په خپلو خبرو او ناستو کې د افغاني محصولاتو پر کارولو او صادراتو ټینګار وکړي او د دغو محصولاتو د لوړ کیفیت په اړه خبرې وکړي.

دیدار معین زراعت و مالداری با سفیر افغانستان در ازبکستان

مولوی صدراعظم عثمانی، معین زراعت و مالداری، امروز در دفتر کار خود با مولوی عبدالغفار بحر، سفیر افغانستان در ازبکستان، دیدار کرد.
در این دیدار، موضوعات مختلفی از جمله ایجاد سهولت در صادرات محصولات افغانستان، راه‌اندازی نمایشگاه‌ها، ارتقای ظرفیت کارمندان سکتور زراعت، واردات تخم‌های اصلاح‌شده و مسائل قرنطینی مورد بحث و بررسی قرار گرفت.
معین زراعت و مالداری از سفیر افغانستان در ازبکستان خواست که در گفت‌وگوها و ملاقات‌های خود با مقامات ازبکستان، بر استفاده و صادرات محصولات افغانستان تأکید کرده و از کیفیت بالای این محصولات سخن بگویند.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۵/۵/۳ - ۱۱:۱۴
Background image

د کرنې وزارت د پلان او پروګرامونو د همغږۍ لوی رییس په افغانستان کې د لوږې پر وړاندې د مبارزې نړۍوالې مؤسسې له رییس سره وکتل

۳ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۰ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د پلان او پروګرامونو د همغږۍ لوی رییس مولوي عبدالعلي عمري، په افغانستان کې د لوږې پر وړاندې د مبارزې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۳۱ - ۱۵:۴۴
Background image

د پکتیا په زرمت او روحاني بابا ولسوالیو کې پر ځنګل‌دارۍ ټولنو ۷۳۶ لمریز نغري ووېشل شول

۳۱ چنګاښ ۱۴۰۵ هـ.ش
۷ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د پکتیا ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د اړیکو دفتر له لوري د زرمت او روحاني بابا ولسوالیو په اړوند سیمو کې د ځنګل‌دارۍ ټولنو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۳۱ - ۱۵:۴۲
Background image

کندهار کې د پاکستاني کرنیزو درملو او ګامېښو د قاچاق مخه ونیول شوه

۳۱ چنګاښ ۱۴۰۵ هـ.ش
۷ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر رهبرۍ لاندې، د بوټې ژغورنې مدیریت د قرنطین مسؤلینو او د سپین بولدک ولسوالی امنیتي ځواکونو. . .

بازگشت