د ننګرهار کرنې ریاست کارکوونکو ته د ظرفیت لوړونې په موخه روزنیز ورکشاپ پیل شو

mail-admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۸/۲۳ - ۹:۳۷
د ننګرهار کرنې ریاست کارکوونکو ته د ظرفیت لوړونې په موخه روزنیز ورکشاپ پیل شو

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د بشري سرچینو ریاست د سلاکار حنیف الله احسان په مشرۍ پلاوی ننګرهار ته د سفر په ترڅ کې د یاد ولایت د کرنې او مالدارۍ ریاست کارکوونکو د وړتیا لوړولو په پار روزنیز ورکشاپ پیل کړ.
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوي محمد ولي محسن د کارکوونکو ظرفیت لوړونه یوه اړتیا وبلله او له ټولو مدیرانو څخه یي وغوښتل، چې پدې روزنیز ورکشاپ کې په اخلاص او لیوالتیا برخه واخلي.
د کرنې وزارت دبشري سرچینو ریاست سلاکار حنیف الله احسان د ورکشاپ پر ارزښت، ګټو، تشکیل، دندو لایحې، کارکوونکو امتیازاتو او راتلونکي پلانونو تفصیلي خبرې وکړې.
دغه راز د عبدالوارث وثیقي له لورې د پریزنټیشن په بڼه د مدیریت مهارتونو، ظرفیت لوړونې، سلسله مراتبو مراعت کولو، ورځنی اداري چارو، لاویحو، قوانینو او طرزالعملونو  او نورو اړونده برخو کې روزنه ورکول کېږي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۲۸
Background image

ننګرهار کې ۴۰ بزګرانو ته د جوارو د حاصل ټولولو په موخه وسایل ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ماشومانو د ساتنې دفتر له لوري د سره‌رود ولسوالی ۴۰ تنو بزګرانو ته د جوارو د حاصل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۴۰
Background image

ننګرهار کې ۴۵۰ کورنیو ته د سبو تخمونه او کرنیز توکي ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د اکشن اېډ مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۲۲
Background image

خوست کې پر سلګونو بزګرانو اصلاح شوي تخمونه وېشل کېږي

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر څارنې لاندې، د دغه ولایت د مرکز په درېیو اړوندو واحدونو کې ۱۵۰۰ مستحقو بزګرانو ته د اصلاح. . .

بازگشت