د کرنې وزارت د ځنګلاتو رییس کندهار کې د منګالي فارم رغنیزو چارو څخه لیدنه وکړه

mail-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۸/۱۵ - ۱۵:۱
د کرنې وزارت د ځنګلاتو رییس کندهار کې د منګالي فارم رغنیزو چارو څخه لیدنه وکړه

۱۵ لړم ۱۴۰۳ه‍.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۶ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د ځنګلاتو رییس ملا سراج الحق «میرویس ذاکري» کندهار ولایت ته دخپل سفر په ترڅ کې په داسې حال کې، چې د طبیعي سرچینو او د کندها دکرنې ریاست یوشمېر چارواکو یې ملتیا کوله د لوړشاولیکوټ په ولسوالی کې د منګالي فارم روانې پروژې او د یاد فارم رغنیزو چارو څخه لیدنه وکړه.
په یاده لیدنه کې یې د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست او اړونده مسؤلینو هڅې وستایلې او ورته یې د چارو لا ښه والي په موخه لازمې لارښونې وکړې او د یاد فارم مسؤلینو ته د هر ډول همکاري ډاډ ورکړ.
د منګالي فارم دکرنې وزارت له پراختیایي بودیجې څخه د کندهار لوړ شاولیکوټ ولسوالی سربند پله ته څېرمه د څه باندې ۳.۷ ملیونه افغانۍ په لګښت جوړېږي، چې درې خونې، د اوبو ژوره څاه او د ۶۳۰ متره په اوږدوالی د احاطې دېوال لري، چې د مېوه لرونکي او بې مېوې ونې د پالنې او وېش په موخه جوړېږي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۲۸
Background image

ننګرهار کې ۴۰ بزګرانو ته د جوارو د حاصل ټولولو په موخه وسایل ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ماشومانو د ساتنې دفتر له لوري د سره‌رود ولسوالی ۴۰ تنو بزګرانو ته د جوارو د حاصل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۴۰
Background image

ننګرهار کې ۴۵۰ کورنیو ته د سبو تخمونه او کرنیز توکي ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د اکشن اېډ مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۲۲
Background image

خوست کې پر سلګونو بزګرانو اصلاح شوي تخمونه وېشل کېږي

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر څارنې لاندې، د دغه ولایت د مرکز په درېیو اړوندو واحدونو کې ۱۵۰۰ مستحقو بزګرانو ته د اصلاح. . .

بازگشت