د ننګرهار پوهنتون د وټرنرۍ علومو پوهنځۍ او سکټوري ریاستونو ترمنځ د همغږۍ غونډه دائره شوه

mail-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۸/۱۵ - ۱۴:۵۵
د ننګرهار پوهنتون د وټرنرۍ علومو پوهنځۍ او سکټوري ریاستونو ترمنځ د همغږۍ غونډه دائره شوه

۱۵ لړم ۱۴۰۳ه‍.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۶ه‍.ق
د ننګرهار پوهنتون د وټرنرۍ علومو پوهنځۍ د لومړي ځل لپاره له سکتوري ریاستونو سره د څېړنو د اړتيا، نياز سنجۍ او د کريکولم د غني کېدلو په موخه د همغږۍ ناسته وکړهه.
دغه غونډه د وټرنرۍ علومو پوهنځۍ د څېړنې کمېټې له لورې تېره ورځ د یاد پوهنځۍ د غونډو په تالار کې په لاره اچول شوې وه، جې په کې د وټرنرۍ علومو پوهنځۍ مشرتابه او د خصوصي سکټورونو استازو، مسئولينو، مسلکي غړو، استادانو، د ننګرهار پوهنتون د محصلانو چارو د انسجام او څېړنو آمريت اړوند مسئولينو ګډون درلود .
غونډې ته د وینا پرمهال د ننګرهار وادي کرنیز شرکت د کرنیزو چارو رییس انجنیر محمد جمیل «خوشحال » وویل: «څېړنه او بازار ته په کتو د خپلو توکو وړاندې کونه د ننني عصري عصر غوښتنه ده، په نږدې ورځو کې به د ننګرهار پوهنتون او ننګرهار کانال شرکت ترمنځ په بېلابېلو برخو کې یو هوکړه لیک لاسلیک شي، چې له مخې به يې زده کړیالانو ته د عملي کار زمینه برابره او په کرنیزو، وټرنرۍ، بازارموندنې او اړونده نورو برخو کې به پراخه کار وشي.»

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۲۸
Background image

ننګرهار کې ۴۰ بزګرانو ته د جوارو د حاصل ټولولو په موخه وسایل ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ماشومانو د ساتنې دفتر له لوري د سره‌رود ولسوالی ۴۰ تنو بزګرانو ته د جوارو د حاصل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۴۰
Background image

ننګرهار کې ۴۵۰ کورنیو ته د سبو تخمونه او کرنیز توکي ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د اکشن اېډ مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۲۲
Background image

خوست کې پر سلګونو بزګرانو اصلاح شوي تخمونه وېشل کېږي

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر څارنې لاندې، د دغه ولایت د مرکز په درېیو اړوندو واحدونو کې ۱۵۰۰ مستحقو بزګرانو ته د اصلاح. . .

بازگشت