د خوست د ځنګلونو ساتنې او بیارغونې کمېټې د شمل دوه منده ولسوالی ته سفر وکړ

mail-admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۸/۱۴ - ۱۵:۱۰
د خوست د ځنګلونو ساتنې او بیارغونې کمېټې د شمل دوه منده ولسوالی ته سفر وکړ

۱۴ لړم ۱۴۰۳ه‍.ش
۲ جُمَادَى الأول ۱۴۴۶ه‍.ق
د خوست ولایت د ځنګلونو ساتنې او بیارغونې کمېټې غړیو د شمل دوه منده ولسوالی ته سفر وکړ. په دغه سفر کې د کمېټې رییس الحاج مولوي شیر محمد ذبیح په ګډون ټولو غړیو برخه لرله. د یادې کمېټې غړیو په ولسوالۍ کې د ولسوال او نظامي او ملکي مسؤلینو او قومي مشرانو سره غونډه ترسره کړه.
د غونډې پر مهال د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رئیس د کمېټې موخې او اهداف مسؤلینو او قومي مشرانو ته بیان کړل او د ځنګلونو د ارزښت په اړه یې مفصلې خبرې وکړې. وروسته قومي مشرانو په خپل وار خبرې وکړې او د خپلې سیمې ستونزې او مشکلات یې له کمېټې سره شریک کړل.
د شمل دوه منده ولسوالی قومي مشرانو د ځنګلونو ساتنې او بیا احیاء په برخه کې د کمېټې سره د همکارۍ ډاډ ورکړ، خو یادونه یې وکړه چې د ولسوالۍ خلک ډېر بې وسه دي او د ځنګلونو پرې کول یې د عوایدو یوازینۍ سرچینه ده. دوی د دې ستونزې د حل لپاره د بدیل معیشت پروژه وغوښته. د کمېټې رئیس مولوي شیر محمد ذبیح قومي مشرانو ته لارښوونه وکړه، چې د ځنګلونو ساتنې لپاره د شوراګانو جوړولو له لارې د اساسي ستونزو په نښه کولو وروسته مناسبې حل لارې برابرې شي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۲۸
Background image

ننګرهار کې ۴۰ بزګرانو ته د جوارو د حاصل ټولولو په موخه وسایل ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ماشومانو د ساتنې دفتر له لوري د سره‌رود ولسوالی ۴۰ تنو بزګرانو ته د جوارو د حاصل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۴۰
Background image

ننګرهار کې ۴۵۰ کورنیو ته د سبو تخمونه او کرنیز توکي ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د اکشن اېډ مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۲۲
Background image

خوست کې پر سلګونو بزګرانو اصلاح شوي تخمونه وېشل کېږي

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر څارنې لاندې، د دغه ولایت د مرکز په درېیو اړوندو واحدونو کې ۱۵۰۰ مستحقو بزګرانو ته د اصلاح. . .

بازگشت