نیمروز کې اته زره بزګرو ته د اصلاح شویو کرنیزو تخمونو او کیمیاوي سرې د وېش لړۍ پېل شوه

mail-admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۸/۱۴ - ۱۴:۵۹
نیمروز کې اته زره بزګرو ته د اصلاح شویو کرنیزو تخمونو او کیمیاوي سرې د وېش لړۍ پېل شوه

۱۴ لړم ۱۴۰۳ه‍.ش
۲ جُمَادَى الأول ۱۴۴۶ه‍.ق
د نيمروز ولايت د کرنې، ابولګولو او مالدارۍ رییس، مولوي شیراحمد "رفیع" وايې، د همدې ولایت د زرنج ښار او ولسوالیو اته زره بزګرانو ته د اصلاح شویو تخمونو او کیمیاوي سرې د وېش لړۍ پېل شوه.
د ښاغلي رفیع په خبره اصلاح شوی تخمونه د افغانستان د راتلونکي نسلونو مؤسسې لخوا د همدې ولایت د کرنې ریاست په همغږۍ د د ياد رياست د مسؤولینو په حضور کې وېشل کېږي.
همدا راز د افغانستان د راتلونکي نسلونو  مؤسسې ولایتي مسؤول، سید حضرت "علوي" وايي، د زرنج ښار او د همدې ولايت د ولسوالیو بزګرو ته اصلاح شوي ۵۰ کیلو ګرامه غنم او ١٠٠ کیلو ګرامه کیمیاوي (سپین او تور) کود، وېشل کېږي.
له بلې خوا بزګرو لپاره د کرنیزو محصولاتو د کښت، راټولولو او ذخیره‌کولو په تړاو د یادې مؤسسې د مسؤولینو له لورې هر اړخیز معلومات وړاندې هم وړاندې شول.
په ورته مهال  د دې ولایت کروندګرو د ا.ا.ا څخه د خوښۍ څرګندولو په ترڅ کې د کروندګرو لپاره د لا زیاتو مرستو غوښتنه وکړه.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۲۸
Background image

ننګرهار کې ۴۰ بزګرانو ته د جوارو د حاصل ټولولو په موخه وسایل ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ماشومانو د ساتنې دفتر له لوري د سره‌رود ولسوالی ۴۰ تنو بزګرانو ته د جوارو د حاصل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۴۰
Background image

ننګرهار کې ۴۵۰ کورنیو ته د سبو تخمونه او کرنیز توکي ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د اکشن اېډ مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۲۲
Background image

خوست کې پر سلګونو بزګرانو اصلاح شوي تخمونه وېشل کېږي

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر څارنې لاندې، د دغه ولایت د مرکز په درېیو اړوندو واحدونو کې ۱۵۰۰ مستحقو بزګرانو ته د اصلاح. . .

بازگشت