د ننګرهار دکرنې رییس د فارم جدید نیالګیو روزنځای له روانو فعالیتونو څخه لیدنه وکړه

mail-admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۸/۱۳ - ۱۵:۲۱
د ننګرهار دکرنې رییس د فارم جدید نیالګیو روزنځای له روانو فعالیتونو څخه لیدنه وکړه

۱۳ لړم ۱۴۰۳ه‍.ش
۱جُمَادَى الأول ۱۴۴۶ه‍.ق
ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوي محمد ولي محسن د فارم جدید  نیالګیو روزنځای بېلابېلو برخو څخه لیدنه وکړه.
د دې لیدنې په ترڅ کې، د ننګرهار دکرنې ریاست د طبیعي سرچینو امر قاري کاهون عبدالرحمن اتل د کرنې رئیس ته د نیالګیو روزنې په برخه کې معلومات وړاندې کړل.
نوموړې وویل، چې په یاد فارم کې میوه لرونکي، بې مېوې او زینتي بوټي روزل کېږي او د اصولو له مخي په ننګرهار کې ادارو او ولسونو ته وېشل کېږي.
ننګرهار دکرنې رییس مولوي محمد ولي محسن فارم مسؤلینو څخه د مننې ترڅنګ هغوی ته لازمې سپارښتنې هم وکړې.
دغه راز د کرنې رییس دیوې غونډې په ترڅ کې د فارم جدید مسؤل انجینر نصیب الله رحیمزي او ددې فارم کاریګرو کړنې په ستاینلیکونو سره وستایل.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۲۸
Background image

ننګرهار کې ۴۰ بزګرانو ته د جوارو د حاصل ټولولو په موخه وسایل ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ماشومانو د ساتنې دفتر له لوري د سره‌رود ولسوالی ۴۰ تنو بزګرانو ته د جوارو د حاصل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۴۰
Background image

ننګرهار کې ۴۵۰ کورنیو ته د سبو تخمونه او کرنیز توکي ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د اکشن اېډ مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۲۲
Background image

خوست کې پر سلګونو بزګرانو اصلاح شوي تخمونه وېشل کېږي

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر څارنې لاندې، د دغه ولایت د مرکز په درېیو اړوندو واحدونو کې ۱۵۰۰ مستحقو بزګرانو ته د اصلاح. . .

بازگشت