نورستان کې د کانګو تبې د مخنیوی په موخه کمپاین پیل شو

mail-admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۸/۱۳ - ۱۳:۵۷
نورستان کې د کانګو تبې د مخنیوی په موخه کمپاین پیل شو

۱۳ لړم ۱۴۰۳ه‍.ش
۱جُمَادَى الأول ۱۴۴۶ه‍.ق
د نورستان ولایت دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست له خوا ددې ولایت په مرکز او ولسوالیو کې د کانګو تبې مخنیوی په موخه کمپاین پیل شوی دی.
د نورستان دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وايي، چې په دې کمپاین کې د کوچیانو څاروي او د څارویو د اوسیدلو ځایونه (غوجلې) دواپاشي کېږي او ترڅنګ یې مالدارانو ته د حفظ الصحې په هکله معلومات هم ورکول کېږي ترڅو دیادې ناروغۍ دمخنیوي په موخه ورڅخه ګټه پورته کړي.
د کانګو تبه یو وېروسي ناروغي ده، چې د حشرو، کنو او خځندو او یا هم د څارویو لخوا انسانانو ته لېږدي. د غه تبه په څارویو او انسانانو کې یوه ګډه ناروغي ده، چې ډېری وخت له څارویو څخه انسانانو ته لېږدول کېږي او کله نا کله د انسانانو د مړینې لامل هم کېږي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۱۴:۳۴
Background image

دکرنې او مالدارۍ مرستیال د کابل د بادام‌باغ نندارتون په څنډه کې د اروپايي ټولنې د اقتصادي چارو مرستیال سره وکتل


۳ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۶ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني د کابل په بادام‌باغ کې د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو د څلور. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۹:۵۳
Background image

د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو د نندارتون له غرفو څخه د کرنې وزارت د مشرتابه لیدنه

۳ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۶ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د بزګر مېلې او د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو د څلور دېرشم نندارتون په لومړۍ ورځ، د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاءالله عمري، د کرنې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲ - ۱۶:۷
Background image

د بزګر مېله او د افغانستان د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو څلور دېرشم نندارتون د کابل د بادام‌باغ په څېړنيز فارم کې پرانيستل شو

۲ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۵ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د بزګر مېله او د افغانستان د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو څلور دېرشم نندارتون د کابل د بادام‌باغ په څېړنيز فارم کې د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ. . .

بازگشت