د کندهار بولدک کې د لسګونه کیلوګرامه بې کیفیته غوښه د قاچاق مخه ونیول شوه

mail-admin
شنبه ۱۴۰۳/۸/۱۲ - ۱۴:۰
د کندهار بولدک کې د لسګونه کیلوګرامه بې کیفیته غوښه د قاچاق مخه ونیول شوه

۱۲ لړم ۱۴۰۳ه‍.ش
۳۰ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۶ه‍.ق
د کندهار د کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست؛ د سپین بولدک ولسوالی د کرنې او مالدارۍ مسؤلینو د یادې ولسوالی د امنیتي ځواکونو سره په کډه همکاري د سپین بولدک فرضي کرښې له لارې ۹۰ کیلو ګرامه د چرګ بې کیفیته او بې هویته غوښه ونیول شوه.
د یادې ولسوالی د کرنې او مالدارۍ مسؤلینو وویل، چې یو شمېر کسانو غوښتل د چرګ یادې غوښې د سپین بولدک فرضي کرښې له لاري کندهار ښار ته را انتقال کړي، او وروسته یې د خوراک په منظور پر یو شمېر خوراک پلورنځیو، غوښه پلورنځیو (قصابیو) او هوټلونو وپلورې. چې د بولدک ولسوالی د کرنې او مالدارۍ مسؤلینو او امنیتي ځواکونو په همغږۍ یې د قاچاق مخه ونیول شوه. 
د کندهار دکرنې ریاست د مالدارۍ آمریت د خوراک پلورنځیو، هوټل لرونکو او ښاریانو څخه غوښتنه کوي، چې په غوښه پلورنځیو (قصابیو) کې تازه غوښۍ وپیري. او د چمتو سوې کوفتي او غوښو پیرولو څخه ډډه وکړئ.
بلور بیا د کندهار دکرنې ریاست پر امنیتي مسؤلینو ږغ کوي، چې د پاکستان سرحدۍ کرښې څخه د بې کیفیته غوښو د قاچاق مخه ونیسي، په یاده برخه کې جدۍ پاملرنه وکړي او عاملین یې د قانون مګولو ته وسپاري.
د یادونې وړ ده، چې په دې وروستیو کې د کندهار دکرنې او مالدارۍ ریاست او امنیتي مسؤلینو د بې کیفیته غوښو د قاچاق په وړاندې زیاته پاملرنه کړي. چې په ترڅ کې یې یوه اونۍ وړاندې هم د ۵۰ کیلوګرامه بې کیفیته غوښه نیولې وه.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۲۸
Background image

ننګرهار کې ۴۰ بزګرانو ته د جوارو د حاصل ټولولو په موخه وسایل ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ماشومانو د ساتنې دفتر له لوري د سره‌رود ولسوالی ۴۰ تنو بزګرانو ته د جوارو د حاصل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۴۰
Background image

ننګرهار کې ۴۵۰ کورنیو ته د سبو تخمونه او کرنیز توکي ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د اکشن اېډ مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۲۲
Background image

خوست کې پر سلګونو بزګرانو اصلاح شوي تخمونه وېشل کېږي

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر څارنې لاندې، د دغه ولایت د مرکز په درېیو اړوندو واحدونو کې ۱۵۰۰ مستحقو بزګرانو ته د اصلاح. . .

بازگشت