ننګرهار کې د څه باندې ۲.۷ میلیونه ډالرو په ارزښت د کرنیزو محصولاتو د پېر او پلور تړنونه لاسلیک شول

mail-admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۸/۹ - ۱۱:۲۴
ننګرهار کې د څه باندې ۲.۷ میلیونه ډالرو په ارزښت د کرنیزو محصولاتو د پېر او پلور تړنونه لاسلیک شول

۹ لړم ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۷ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۶ه‍.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست سره په همغږۍ د افغانستان ځنځیروي ارزښت پروګرام له لورې د ختیځ زون په کچه د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو تولیدوونکو اوسوداګرو ترمنځ د ۲ میلیونه، ۷۲۲ زره او ۵۴۰ امریکایي ډالرو په ارزښت د پېر او پلور هوکړه لیکونه لاسلیک شول.
په یاد پروګرام کې د ننګرهار ولایت سربېره د کابل، لغمان او کونړ ولایتونو ۳۳ سوداګرو او ۳۸ مخکښو بزګرانو ګډون کړي وو، چې خپل تولید کړي محصولات او پروسس شوي توکې نندارې ته ایښې وو،چې د سوداګرو او تولیدوونکو ترمنځ  ۲۸ دپېر او پلور تړنونه لاسلیک شول.
ددې پروګرام موخه د کاروباریانو او بزګرانو ترمنځ همغږي رامنځته کول او تولیداتو لپاره د بازار موندې په برخه کې د اسانتیاوو برابرول ښودل شوي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۲۸
Background image

ننګرهار کې ۴۰ بزګرانو ته د جوارو د حاصل ټولولو په موخه وسایل ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ماشومانو د ساتنې دفتر له لوري د سره‌رود ولسوالی ۴۰ تنو بزګرانو ته د جوارو د حاصل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۴۰
Background image

ننګرهار کې ۴۵۰ کورنیو ته د سبو تخمونه او کرنیز توکي ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د اکشن اېډ مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۲۲
Background image

خوست کې پر سلګونو بزګرانو اصلاح شوي تخمونه وېشل کېږي

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر څارنې لاندې، د دغه ولایت د مرکز په درېیو اړوندو واحدونو کې ۱۵۰۰ مستحقو بزګرانو ته د اصلاح. . .

بازگشت