د ننګرهار کانال په ۵۰۰ جریبه ځمکه کې د زیتونو بڼونو بیا رغونه پیل شوه

mail-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۸/۸ - ۱۲:۲۱

۸ لړم ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۶ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۶ه‍.ق
د ننګرهار کانال ملي پروژه کې، چې په زیتونو او ستروس باندې ځانګړی شهرت لري، سږ کال په ۵۰۰ جریبه ځمکه کې د زیتونو بڼونو د بیا رغونې پروسه پیل شوې. شاوخوا شپږ لسیزې وړاندې په دې سیمه کې د ۳۱۰۰ هکتاره ځمکې پر سر زیتون بڼونه جوړ شوي وو او تولیدات یې د هېواد بېلابېلو ولایتونو او بهرنیو هېوادونو ته لېږدول کېدل. له بده مرغه د وخت ناخوالو او ناسازګارو شرایطو له امله کابو ۱۳۸۰ هکتاره زیتون باغونه له منځه تللي، خو اوس هم ۱۸۰۰ هکتاره ځمکه د زیتونو بڼونو سره پاتې ده.
د ننګرهار وادي کرنیز شرکت رهبرۍ په دې برخه کې خپلې هڅې ګړندۍ کړي او په له منځه تللو زیتون بلاکونو کې د نوي زیتون کښت پیل کړی. تازه د دوهم فارم په ۲۸۸ جریبه ځمکه کې د زیتون باغونو د بیارغونې چارې هم روانې دي.
د ننګرهار وادي کرنیز شرکت عمومي رییس، سید محمد نعیم «محمدي»، چې د کرنیزو چارو رئیس انجینر محمد جمیل «خوشحال»، د سوداګرۍ او بازار موندنې رئیس انجینر ندی الله «نیازی»، او مالي او اداري چارو رئیس محمد اجان «راشد» یې ملتیا کوله، رسنیو ته وویل چې په څلورو فارمونو کې به ټولټال په ۵۰۰ جریبه ځمکه کې د زیتون نوي بوټي وکرل شي. دغه ټول بوټي د ننګرهار کانال شرکت په شته قوریو کې روزل شوي دي.
د معلوماتو له مخې، په یوه هکتار ځمکه کې ۲۸۶ زیتون بوټي کرل کېږي او په ټولیز ډول به دوه زره او ۶۰۰ زیتون بوټي وکرل شي. د هر زیتون بوټي قیمت ۳۲۰ افغانۍ اټکل شوی او د ټولې پروژې لپاره څه د پاسه ۹ میلیونه افغانۍ لګښت ټاکل شوی دی.
تمه ده، چې د دې زیتونو بڼونو په حاصل راتلو سره به د ننګرهار کانال شرکت زیتون تولیدات زیات شي، ځمکې به اصلاح شي او د عوایدو کچه به هم لوړه شي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۲ - ۱۰:۴۴
Background image

کندهار کې د کروندو خوندیتوب په پارهڅې؛ ۳۵۰ ډوله بوټي درمل شوي

۱۲ چنګاښ ۱۴۰۴ ه‍.ش
۷ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۷ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د بوټې ژغورنې مدیریت تر رهبرۍ لاندې، په تېرو درېیو میاشتو کې شاوخوا ۳۵۰ بېلابېل ډوله بوټي د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۲ - ۱۰:۳۶
Background image

د کرنې په وزارت کې د ۱۴۰۵ مالي کال د طرحې د ترتیب په پار د همغږۍ غونډه دایره شوه

۱۲ چنګاښ ۱۴۰۴ ه‍.ش
۷ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۷ه‍.ق
د ۱۴۰۵ مالي کال لپاره د طرحې د ترتیب او تنظیم په موخه، تخنیکي او د همغږۍ غونډه د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د پالیسۍ او پلان رییس،. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۱ - ۱۵:۳۸
Background image

د بلخ چمتال ولسوالی کې یوشمېر بڼوالو سره د کرنیزو توکو مرسته وشوه

۱۱ چنګاښ ۱۴۰۴ ه‍.ش
۶ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۷ه‍.ق
د بلخ ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د پاملرنې مؤسسې په همکارۍ ددې ولایت د چمتال ولسوالی ۱۲۴ بڼوالو سره دکرنیزو توکو او. . .

بازگشت