بغلان ولایت ته د کرنې وزارت د کرنیزو څېړنو پلاوي سفر

mail-admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۸/۶ - ۱۰:۲۸
بغلان ولایت ته د کرنې وزارت د کرنیزو څېړنو پلاوي سفر

۵ لړم ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۳ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۶ه‍.ق
د کرنې وزارت د کرنیزو څېړنو لوی رییس مولوي نصرت الله طلحه، د فارمونو آمر ښاغلي محمد یعقوب مسعود، د اګرانومي آمر ښاغلي میرویس داودي په ګډون پلاوي د کرنیزو څېړنو انسټیټوټ لوی رییس الحاج مولوي نصرت الله په مشرۍ د کرنیزو څېړنو عمومي مدیریت څخه لیدنه او ارزونه وکړه. پلاوي د مدیریت د راتلونکي پلان د ښه تطبیق لپاره لارښوونې وکړې. همدارنګه یې د بغلان ولایت د کرنې او مالدارۍ رئیس، الحاج مولوي رحیم الله احدي او د بغلان والي الحاج مولوی عبدالرحمن راشد، سره یې هم په راتلونکي کې د ستونزو د حل په موخه وکتل.
د یاد سفر په ترڅ کې د کرنیزو څېړنو عمومي مدیریت د سږني پلان د تطبیق، د عوایدو د سرچینو څارنې، او د باکیفیته تخمونو د تولید په اړه بحثونه وشول.
په پای کې د بغلان والي او د کرنې او مالدارۍ رئیس د هر ډول همکارۍ ډاډ ورکړ او ټینګار یې وکړ چې زراعت یوازینی سکتور دی چې کولی شي زموږ د ملت په دسترخوان کې مثبت بدلون راولي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۲۸
Background image

ننګرهار کې ۴۰ بزګرانو ته د جوارو د حاصل ټولولو په موخه وسایل ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ماشومانو د ساتنې دفتر له لوري د سره‌رود ولسوالی ۴۰ تنو بزګرانو ته د جوارو د حاصل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۴۰
Background image

ننګرهار کې ۴۵۰ کورنیو ته د سبو تخمونه او کرنیز توکي ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د اکشن اېډ مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۲۲
Background image

خوست کې پر سلګونو بزګرانو اصلاح شوي تخمونه وېشل کېږي

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر څارنې لاندې، د دغه ولایت د مرکز په درېیو اړوندو واحدونو کې ۱۵۰۰ مستحقو بزګرانو ته د اصلاح. . .

بازگشت