لغمان کې د څارویو سرشمېرنه پیلېږي

mail-admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۸/۳ - ۹:۵۱
لغمان کې د څارویو سرشمېرنه پیلېږي

۳ لړم ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۱ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۶ه‍.ق
د لغمان د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې له لورې په لغمان کې د څارویو ملي سرشمېرنه پېلېږي.
دلغمان د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي، چې د لغمان د مرکز په ګډون په ټولو ولسوالیو کې د څارویو معلومولو، وضعیت ارزولو او داړتیا په وخت کې د بېړنیو مرستو رسولو په موخه سروې ترسره کوي.
د دوی په خبره  په همدې موخه یوشمېر وترنر داکترانو ته د سرشمېرنې ترسره کولو په پار درې ورځنۍ روزنه پیل شوه او په راتلوونکي څو ورځو کې به عملآ سرشمېرنه پیل شي.
د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې مسؤل ویل دا لومړی ځل دې چې د څارویو سر شمېرنه ترسره کیږي، چې د مالدارۍ سکتور په پیاوړتیا کې مهم ل لري. 
د کرنې وزارت د چارواکو په خبره د څارویو سرشمېرنه په ټول هېواد کې ترسره کېږي. دوی دغه راز زیاته کړه، وړاندې تر دې د مالدارۍ کره شمېره موجود نه وه خو ددې سروې په تکمیلیدو سره به دمالدارۍ بشپړ ارقام موجود وي، چې دمحصلینو ترڅنګ په نورو احصایوي برخو کې به وکارول شي.

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳۱ - ۱۶:۱۲
Background image

کندهار کې د ۶.۱ میلیون افغانیو په ارزښت د ۱۵ شنو خونو د جوړولو چارې پیل شوې

۳۱ غبرګولی ۱۴۰۵ هـ.ش
۵ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په همغږۍ، د ملګرو ملتونو ملتونو د پراختیای ادارې  «یو ان دی پی »په مالي ملاتړ، د سولې بنسټ. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳۱ - ۱۶:۹
Background image

د کرنې وزارت له‌خوا پوهنې وزارت ته ځمکه ولېږدول شوه 

۳۱ غبرګولی ۱۴۰۵ هـ.ش
۵ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د ځمکو چارو ریاست چارواکي وایي، چې د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله د فرمان له مخې د کرنې وزارت د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳۱ - ۱۶:۵
Background image

ننګرهار کې سلګونو کورنیو ته د شنو خونو جوړولو او سبو او مېوو وچولو ماشینونه ووېشل شول

۳۱ غبرګولی ۱۴۰۵ هـ.ش
۵ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه‍.ق
دننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې  «اف‌اې‌او»په مالي او د نوي مشورتي او مرستندویه. . .

بازگشت