د خوست نادرشاه کوټ کې ۳۰۸ مستحقو بزګرانو ته د اصلاح شویو تخمونو او کیمیاوي سرو وېش وشو

mail-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۸/۱ - ۹:۵۵
د خوست نادرشاه کوټ کې ۳۰۸ مستحقو بزګرانو ته د اصلاح شویو تخمونو او کیمیاوي سرو وېش وشو

د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر چوکاټ لاندې د نادر شاه کوټ ولسوالی کرنیزو چارو عمومي مدیریت د ناک مووسسې په همکارۍ په نادر شاه کوټ ولسوالۍ کې ۳۰۸ مستحقو بزګرانو ته د اصلاح شويو غنمو تخمونه او کیمیاوي سرې ووېشلې.
د دې وېش موخه د بزګرانو د حاصلاتو لوړوالی او کرنیزو فعالیتونو پیاوړتیا ده. چارواکي وايي چې د اصلاح شويو تخمونو وېش به د بزګرانو په اقتصادي وضعیت کې ښه والی راولي او د حاصلاتو کیفیت به لوړ کړي. 
ناک مووسسه، چې د کرنیزو پروژو په برخه کې کار کوي، په دې سیمه کې له کروندګرو سره د همکارۍ لپاره ژمنه ده او د یادو مرستو د دوام یادونه کوي.

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳۱ - ۱۶:۱۲
Background image

کندهار کې د ۶.۱ میلیون افغانیو په ارزښت د ۱۵ شنو خونو د جوړولو چارې پیل شوې

۳۱ غبرګولی ۱۴۰۵ هـ.ش
۵ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په همغږۍ، د ملګرو ملتونو ملتونو د پراختیای ادارې  «یو ان دی پی »په مالي ملاتړ، د سولې بنسټ. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳۱ - ۱۶:۹
Background image

د کرنې وزارت له‌خوا پوهنې وزارت ته ځمکه ولېږدول شوه 

۳۱ غبرګولی ۱۴۰۵ هـ.ش
۵ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د ځمکو چارو ریاست چارواکي وایي، چې د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله د فرمان له مخې د کرنې وزارت د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳۱ - ۱۶:۵
Background image

ننګرهار کې سلګونو کورنیو ته د شنو خونو جوړولو او سبو او مېوو وچولو ماشینونه ووېشل شول

۳۱ غبرګولی ۱۴۰۵ هـ.ش
۵ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه‍.ق
دننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې  «اف‌اې‌او»په مالي او د نوي مشورتي او مرستندویه. . .

بازگشت