فراه کې پر زرګونو بزګرانو د غنمو اصلاح شوي تخمونو او کیمیاوي سرې وېش لړۍ پيل شوه 

mail-admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۷/۳۰ - ۱۴:۵۴
فراه کې پر زرګونو بزګرانو د غنمو اصلاح شوي تخمونو او کیمیاوي سرې وېش لړۍ پيل شوه 

۳۰  تله ۱۴۰۳ه‍.ش
۱۸ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۶ه‍.ق
د فراه ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د ملګرو ملتونو دخوړو او کرنې ادارې په مالي او د «سي،اچ، اې» مؤسسې په تخنیکي همکارۍ ددې ولایت د مرکز ترڅنګ په ټولو ولسوالیو کې پر ۲۱ زره او ۹۹۲ بزګرانو د غنمو د اصلاح شویو تخمونو او کیمیاوي سرو وېش لړۍ پیل کړی دی.
د یادو مستحقو کروندګرو د سروې او انتخاب چارې په اړونده ولسوالیو کې د ګډې کمیټې لخوا چې په ترکیب کې یې د ولسوالی، کرنې، امنیې قوماندانۍ او استخباراتو  استازي شامل دي ترسره شوې ده.
په دغه پروسه کې هغه بزګران چې د ٢ څخه تر ٥ جریبه ځمکه ولري، اقتصادي وضعیت یې کمزوری وي، د تخم او کیمیاوې سرې د پیرلو توانایي نلري مستحق پېژندل کېږي، تر سروې وروسته هر کروندګر ته ۵۰ کیلوګرامه د غنمو اصلاح شوي تخم، ۵۰ کیلو سپینه او ۵۰ کیلو توره سره ورکول کېږي، ترڅو یاد بزګر پر وخت دغه تخمونه ترلاسه کړي او راروان دغنمو فصل ته ورته بشپړ چمتوالی ولري.
د دغو مرستو موخه په دې ولایت کې د اصلاح شویو تخمونو دودول، د بزګرو او ځمکوالو ملاتړ او له کمو ځمکو څخه د لوړو حاصلاتو ترلاسه کول دي.

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳۱ - ۱۶:۱۲
Background image

کندهار کې د ۶.۱ میلیون افغانیو په ارزښت د ۱۵ شنو خونو د جوړولو چارې پیل شوې

۳۱ غبرګولی ۱۴۰۵ هـ.ش
۵ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په همغږۍ، د ملګرو ملتونو ملتونو د پراختیای ادارې  «یو ان دی پی »په مالي ملاتړ، د سولې بنسټ. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳۱ - ۱۶:۹
Background image

د کرنې وزارت له‌خوا پوهنې وزارت ته ځمکه ولېږدول شوه 

۳۱ غبرګولی ۱۴۰۵ هـ.ش
۵ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د ځمکو چارو ریاست چارواکي وایي، چې د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله د فرمان له مخې د کرنې وزارت د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳۱ - ۱۶:۵
Background image

ننګرهار کې سلګونو کورنیو ته د شنو خونو جوړولو او سبو او مېوو وچولو ماشینونه ووېشل شول

۳۱ غبرګولی ۱۴۰۵ هـ.ش
۵ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه‍.ق
دننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې  «اف‌اې‌او»په مالي او د نوي مشورتي او مرستندویه. . .

بازگشت