د کندهار د زعفرانو صادرات د پام وړ ډېر شوي

mail-admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۷/۳۰ - ۱۱:۳۴
د کندهار د زعفرانو صادرات د پام وړ ډېر شوي

د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د معلوماتو له مخې، په ۱۴۰۳ هـ.ش کال کې له کندهار څخه ۶۱.۲۵ کیلوګرامه زعفران بهرنیو هېوادونو ته صادر شوي دي.
 د دې صادراتو لویه برخه متحده عربي اماراتو، هند، کاناډا، المان او ازبیکستان ته لېږدول شوي دي. چې دغه صادرات د سیمې د کروندګرو لپاره د اقتصادي ودې او د عاید د زیاتوالي مهم ټکی ګڼل کېږي.
زعفران چې په افغانستان کې یو ارزښتمن محصول دی، په لوی کندهار کې د کروندګرو لپاره د ځانګړې اهمیت وړ دی.
د زعفرانو د لوړ کیفیت له امله، نړۍوالې تقاضا مخ په زیاتېدو ده، او دا د کروندګرو لپاره د عاید د لا زیاتېدو فرصتونه برابروي. سږني زعفران نه یوازې سیمه ییزو بازارونو ته، بلکې نړۍوالو بازارونو ته هم لاره موندلې، او په ځانګړي ډول د کرنیزو محصولاتو په ډګر کې کندهار ته نوی ارزښت او مقام ورکړی دی.
د یادونې وړ ده، چې د کندهار د زعفرانو صادرات  د ۱۴۰۲ هـ.ش کال په پرتله ډېر شوي. چې په ۱۴۰۲ کال کې یوازې ۱۷.۹۶ کیلوګرامه زعفران متحده عربي اماراتو، هند، کاناډا، المان او ازبیکستان ته صادر شوي وو، خو سږ کال د تېرو صادراتو په پرتله ۲.۵ برابره زیاتوالی راغلی، چې دا د کندهار د زعفرانو تولید او صادراتو د ودې څرګندونه کوي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۲ - ۱۲:۵۱
Background image

د کندهار نېش کې ۷۵ تنه بزګرانو ته د غنمو اصلاح شوي تخم او کیمیاوي سرې ووېشل شوې

۲۲ لړم ۱۴۰۴ هـ.ش
۲۲ جُمَادَى الأول ۱۴۴۷ هـ.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅه، د «ان.آر.سي» مؤسسې په تخنیکي همکاري او د نېش ولسوالی د کرنې او مالدارۍ مسؤلینو تر څارني. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۲ - ۱۰:۳۴
Background image

شنې خونې د کندهار د بزګرانو د اقتصادي پیاوړتیا په پار نوی فرصت؛ ۱۰۰ شنې خونې ګټې اخیستنې ته وسپارل شول

۲۲ لړم ۱۴۰۴ هـ.ش
۲۲ جُمَادَى الأول ۱۴۴۷ هـ.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو او د ملګرو ملتونو د پراختیایي پروګرام «یو.ان.ډي.پي»په مالي ملاتړ، د کندهار ښار او ۱۲. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۲ - ۹:۵۱
Background image

د میدان وردګو په دوو ولسوالیو کې پر سلګونو بزګرانو د غنمو اصلاح شوي تخمونه او کیمیاوي سرې ووېشل شوې 

۲۲ لړم ۱۴۰۴ هـ.ش
۲۲ جُمَادَى الأول ۱۴۴۷ هـ.ق
د میدان وردګو ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د معلوماتو له مخې، د دغه ولایت په دوو ولسوالیو جغتو او سید آباد کې د همکارو مؤسسو. . .

بازگشت