د کرنې وزارت مالي او اداري مرستیال د کرنیزو محصولاتو د نندارتون له غرفو څخه لیدنه وکړه

mail-admin
شنبه ۱۴۰۳/۷/۲۸ - ۱۰:۵۴
د کرنې وزارت مالي او اداري مرستیال د کرنیزو محصولاتو د نندارتون له غرفو څخه لیدنه وکړه

۲۸ تله ۱۴۰۳ه‍.ش
۱۶ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۶ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت مالي او اداري مرستیال ملا اغا جان آخند «حاجي سالم» د کابل په بادام باغ کې د کرنې وزارت د کرنیزو محصولاتو د خزاني نندارتون په درېیمه ورځ د نندارتون له غرفو څخه لیدنه وکړه.
د دې لیدنې په ترڅ کې مالي او اداري مرستیال دغرفه لرونکو نظرونه او وړاندیزونه واورېدل او د دوی د فعالیتونو په لړ کې یې د کرنې وزارت د لازمې همکارۍ ډاډ ورکړ.
په ورته وخت کې د کرنې وزارت مالي او اداري مرستیال دا ډول نندارتونونه د کرنیزو محصولاتو د بازارموندنې په برخه کې اغېزمن بولي او پانګوال یې هڅول، چې په ملي او نړۍوالو نندارتونونو کې ګډون وکړي.
د کرنې وزارت له خوا د مالدارۍ او کرنیزو محصولاتو یودېرشم نندارتون د څلورو ورځو لپاره دروان کال د تلې له ۲۵ تر ۲۸ مې نیټې پورې د کابل په بادام باغ کې په لاره اچول شوی دی.

بازدید معین مالی و اداری وزارت زراعت از غرفه های نمایشگاه محصولات زراعتی 
۲۸ میزان ۱۴۰۳ هـ.ش
ملا آغا جان آخند «حاجی سالم» معین مالی و اداری وزارت زراعت، آبیاری و مالداری در سومین روز نمایشگاه خزانی محصولات زراعتی وزارت زراعت در بادام باغ کابل از غرفه های نمایشگاه بازدید کرد.
در جریان این بازدید معین مالی و اداری نظریات و پیشنهادات غرفه داران را استماع نموده اطمینان همکاری لازم را از جانب وزارت زراعت در راستای فعالیت های شان سپرد.
در همین حال معین مالی و اداری وزارت زراعت برگزاری چنین نمایشگاه ها را در بازاریابی محصولات زراعتی موثر دانسته و سرمایه گذاران را تشویق به اشتراک در نمایشگاه های ملی و بین الملی کرد.
سی و یکمین نمایشگاه محصولات زراعتی و مالداری از سوی وزارت زراعت در بادام باغ کابل به مدت چهار روز از ۲۵ الی ۲۸ میزان سال ۱۴۰۳ برگزار شده است.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۰ - ۸:۵۹
Background image

د امارتي ادارو د ویاندویانو همغږۍ غونډه کې د کرنې وزارت د ویاند ګډون

۱۰ چنګاښ ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۵ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د اطلاعاتو او عامه پوهاوي رییس او یاند، مولوي شیر محمد حاتمي، د افغانستان اسلامي امارت د مرکزي ویاند. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۰ - ۸:۳۶
Background image

لغمان کې پر یوشمېر بزګرانو د اصلاح شويو جوارو تخم او کیمیاوي سرې ووېشل شوې

د لغمان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست تر چتر لاندې، د خوړو نړۍوال پروګرام «ډبلیوایف‌پي» په مالي ملاتړ او د افغانستان د نابینایانو مؤسسې«اې‌بي‌ام» په تخنیکي همکارۍ، د لغمان ولایت د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۰ - ۸:۳۴
Background image

د نورستان دکرنې ریاست چارواکي د کرنې او خوړو نړۍوالې ادارې مسؤلینو سره د راتلونکو پروژو په اړه خبرې وکړې

د ملګرو ملتونو د کرنې او خوړو نړۍوالې ادارې «اف‌اې‌او» د ختیځ زون مسؤلینو د نورستان ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست له سرپرست، ډاکټر بختیار سعید سره وکتل او د کرنې او مالدارۍ. . .

بازگشت