د کابل کلکان کې سلګونه بزګرانو ته د غنمو اصلاح شوي تخمونه او سره ووېشل شوه

mail-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۷/۲۴ - ۱۴:۲
د کابل کلکان کې سلګونه بزګرانو ته د غنمو اصلاح شوي تخمونه او سره ووېشل شوه

٢۴ تله ۱۴۰۳ه‍.ش
۱۲ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۶ه‍.ق
د کابل په کلکان ولسوالی کې د کرنیزو چارو عمومي مدیریت د پکو مؤسسې په همکارۍ ۷۰۰ بزګرانو ته د غنمو اصلاح شوي تخمونه، توره او سپینه سره ووېشله. 
د کلکان د کرنیزو چارو عمومي مدیریت مسؤلینو ویلي، چې په دې پروسه کې هر بزګر ته ۵۰ کیلوګرامه د غنمو اصلاح شوی تخم، ۵۰ کیلوګرامه توره سره او ۵۰ کیلوګرامه سپینه سره ووېشل شوه. 
د دې پروژې موخه د کرنې د پرمختګ او د بزګرانو د حاصلاتو زیاتول دي، چې د پکو مؤسسې په همکارۍ ترسره کېږي. کلکان ولسوالۍ یو له هغو سیمو څخه ده چې کرنیز فعالیتونه پکې زیات دي، او دا ډول پروژې کولای شي د بزګرانو اقتصادي وضعیت باندې مثبت اغېز وکړي.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲ - ۱۰:۱۷
Background image

فراشغان ولسوالی ته د لغمان د کرنې رییس سفر

۲ چنګاښ ۱۴۰۵ هـ.ش
۷ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه‍.ق
د لغمان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوي سلیمان ایمن په داسې حال کې، چې د قدرتي زیرمو آمر مولوي ګل رسول زبیر، د کرنې متخصص او. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲ - ۸:۳۳
Background image

پکتیکا کې د لسګونو ونو د ناقانونه وهلو قضیه ثبت او عدلي مراجعو ته وسپارل شوه

۲ چنګاښ ۱۴۰۵ هـ.ش
۷ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه‍.ق
د پکتیکا ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند د نعمت اباد ولسوالی د ځنګلاتو د ساتنې مسؤلینو د خپلو دوامدارو څارنو په ترڅ کې د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲ - ۸:۲۰
Background image

کونړ کې ۴۰ بزګرانو ته د جوارو او لوبیا د ننداریزو کروندو په‌پار اصلاح شوي تخمونه ووېشل شول

۱ چنګاښ ۱۴۰۵ هـ.ش
۶ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه‍.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت دپراختیایي بودیجې په چوکاټ کې د کونړ ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د کرنیزو خدماتو د ترویج. . .

بازگشت