د ننګرهار د کرنې رییس په کوټ کې د سید احمد خېلو کانال او سربند روانو کارونو څخه لیدنه وکړه

mail-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۷/۲۴ - ۹:۳۳
د ننګرهار د کرنې رییس په کوټ کې د سید احمد خېلو کانال او سربند روانو کارونو څخه لیدنه وکړه

د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوي محمد ولي محسن پداسې کې چې دننګرهار د کرنې ریاست د احصایي او معلوماتو دتنظیم امر قاري سیلاب ذکریا، د افغانستان راتلونکي نسلونو مؤسسې ولایتي مسؤل انجینر نقیب الله احمدزي او نورو مسؤلینو یي ملتیا کوله د کوټ ولسوالی د سید احمد خېلو ـ حیدرخیل- ډوانو او سعادتمند سربند، استنادي دېوالونو او کانال څخه لیدنه وکړه.
ددې لیدنې په ترڅ کې، د افغانستان راتلونکي نسلونو مؤسسې ولایتي مسؤل انجینر نقیب الله احمدزي له لورې ورته د کانال او استنادي دېوالونو په هکله معلومات ورکړل شو.
ښاغلي احمدزي وویل په یاد کانال کې چې د کوټ ولسوالی سید احمد خېلو، سعادتمند، حیدرخېل او قلعه جات کلیو څخه تېرېږي څه دپاسه ۴زره متره پاک کارې شوي، ۱۳۳۰ متره اساسي جوړه شوي ده،  چې ددې کانال په جوړېدو سره ۳۵۰۰ جریبه ځمکي لپاره د اوبو رسولو زمېنه برابره شوې ده.
همدارنګه د  ۱۵۴۷ متره په اوږدوالې استنادی دېوالونه جوړ شوي، چې کرنیزو ځمکو ترڅنګ ۵۰۰ څخه زیاتې کورنۍ د سیلاب د خطر څخه خوندي کوي.
نوموړې وویل  ۷۰۰ مترو په اوږدوالي زابرونه کېندل شوي او په غونډیو کې ۵۶۸ عدده تراسونه هم  کېندل شوي. ددې سربېره د سیمي سلګونه خلکو ته د کار زمینه هم برابره شوي ده.
دیاد کانال ۹۰ فیصده کارونه بشپړ شوي او پاتې کارونه به یې هم ژر پای ته ورسېږي.
د ننګرهار دکرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوي محمد ولي محسن د کوټ په ولسوالی کې ددې کانال په جوړېدو خوښي وښوده او د مسؤلینو څخه یې دېته ورته کانالونو جوړولو غوښتنه وکړه.
ښاغلي محسن وویل د کانالونو جوړول به زموږ هغو ځمکو ته چې داوبو دکمښت سره مخ دي اوبه برابري کړي او خلکو ته دکار زمینې ترڅنګ به کورنۍ پرځان بسیا او دخوړو خوندیتوب به رامنځته شي.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۳۰ - ۱۵:۴۴
Background image

د کرنې وزارت د دعوت او ارشاد غونډه دایره شوه

۳۰ چنګاښ ۱۴۰۵ هـ.ش
۶ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د دعوت او ارشاد غونډه د دغه وزارت د مالي او اداري مرستیال مولوي نورالدین عمیر په مشرۍ، د دعوت او ارشاد. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۳۰ - ۱۱:۵۰
Background image

د ننګرهار چپرهار ولسوالی کې پر ۱۷ بې وزله کورنیو ته دوه کلنې خوسکۍ ووېشل شوې

۳۰ چنګاښ ۱۴۰۵ هـ.ش
۶ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ډاکار مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د «ډانیډا »مؤسسې په مالي ملاتړ، د چپرهار ولسوالی. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۳۰ - ۱۱:۴۸
Background image

د غزني ده‌یک ولسوالی د ستونزو دحل په موخه د ولایتي چارواکو سفر

۳۰ چنګاښ ۱۴۰۵ هـ.ش
۶ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د غزني والي ملا ولي جان حمزه په داسې حال کې، چې د غزني ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوي محمد اسماعیل شکیب او یوشمېر نورو. . .

بازگشت