کندهار کې بڼوالو ته د حاصل راټولولو وسایل ووېشل شول

mail-admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۷/۱۹ - ۱۰:۱۲
کندهار کې بڼوالو ته د حاصل راټولولو وسایل ووېشل شول

د کندهار ولایت په لوړ میوند او کښته میوند ولسوالیو کې یوشمېر بڼوالو سره د حاصل راټولولو لپاره د اړینو توکو مرسته د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست او دملګرو ملتونو پرااختیایي ادارې (یو ان ډي پي) په مالي ملاتړ او د سولې بنسټ مؤسسې په تخنیکي همکارۍ ترسره شوه. دا مرسته د کرنې د مسؤولینو په حضور کې، د یوې رڼې پروسې له لارې ترسره شوه، چې موخه یې د بڼوالو ملاتړ، د کرنې سکتور پراختیا او په بڼونو کې د نوې کرنې ترویج دی.
په دې مرستو کې هر بڼوال ته د ۱۰۰ ډالرو په ارزښت یو کیټ ورکول شوی دی، چې یوه المونیمي زینه، د حاصلاتو راټولولو لپاره یوه بسته او ۵ پلاستیکي جالۍ پکې شامل دي. د دې توکو په کارولو سره به بڼوال په اسانۍ او خوندي ډول خپل حاصلات راټول کړي.
د کندهار کرنې ریاست مسؤلینو ټینګار کړی چې بڼوال دې یاد شوي وسایل په مناسبه توګه وکاروي او په بازار کې دې یې له پېرلو ډډه وکړي.
برخمن شوي بڼوال د کندهار کرنې ریاست او د سولې بنسټ مؤسسې څخه خوښ دي، چې په ورته برخه کې ورسره اړینې مرستې کېږي.
یاده مرسته د کندهار په ۸ ولسوالیو کې د ۲۰۰۰ بڼوالو لپاره ځانګړې شوې ده، چې تر دې دمه ۱۶۵۰ بڼوالو ته په ژړۍ، نېش، ارغنداب، شاولیکوټ، میوند، غورک، خاکریز او پنجوایي ولسوالیو کې وېشل شوې ده، او پاتې ۳۵۰ کیټه به د غورک او ارغنداب ولسوالیو بڼوالو ته ووېشل شي.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۴ - ۱۲:۰
Background image

پکتيا ‍۱۵۰۰ بزګرانو ته د غنمو اصلاح شويو تخمونو او کيمياوي سرو د وېش لړۍ پيل شوه

 ۴ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۶ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق 
د پکتيا ولايت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رياست د افغان سوله جوړونکو مؤسسې په همکارۍ او د خوړو او کرنې نړۍوالې ادارې «اف‌اې‌او» په مالي. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۴ - ۱۱:۵۸
Background image

د ننګرهار په دوو ولسوالیو کې ۲۰۰ هېوادوالو ته د کار زمینه برابره شوه

۴ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۶ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو او د بشري خیریه مؤسسې «اواچ‌ډبلیو» په مرسته د ننګرهار په مومندرې او لعلپورې ولسوالیو کې. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۳ - ۱۲:۱۰
Background image

روزګان کې د «نیالګي کېنول صدقه جاريه ده» تر شعار لاندې د شنو سیمو د پراختیا پراخ کمپاین پیل شو

۳ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۵ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د روزګان ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست له لوري د «نیالګي کېنول صدقه جاريه ده» تر عنوان لاندې د نیالګیو کېنولو کلنی کمپاین په رسمي. . .

بازگشت