د کندهار ژړۍ کې پر یوشمېر کورنیو د روب او مربا جوړولو توکي ووېشل شوې  

mail-admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۷/۱۸ - ۱۰:۱۰
د کندهار ژړۍ کې پر یوشمېر کورنیو د روب او مربا جوړولو توکي ووېشل شوې  

د کندهار ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو د  دملګرو ملتونو پراختیایي ادارې په مالي او د سولې بنسټ مؤسسې په تخنیکي همکارۍ ددې ولایت د ژړۍ ولسوالی یوشمېر  کورنیو ته د روب، مربا او چارو جوړولو توکي ورکړل شوي دي.
د کندهار ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي، چې په یادو توکو کې هرې کورنۍ ته نهه قلمه توکې چې، په کې «د بخار دیګ، فنل، بالابر، شیشه یي مرتبان، سربازکن، ترازو، هوا کش، د لوښې مینځلو توکي او نور» شامل دې ورکړل شوي دي.
دغه راز له دغو توکو برخمن شوي کسانو ته د روب جوړولو،مربا او اچار جوړولو،  محصولاتو د ضایعاتو مخنیوی،  بازارموندنې او نورو اړونده موضوع ګانو په هکله عملي او نظري روزنه هم ورکړل شوي دي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۱ - ۱۰:۳۴
Background image

د ننګرهار وادي کرنیز شرکت په پنځم ملي او نړیوال صنعت او معدن نندارتون کې خپل تولیدات نندارې او پلور ته وړاندې کړل

۱۱ چنګاښ ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۶ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه‍.ق
کابل کې د صنعت او کانونو د اوونۍ پنځم ملي او نړۍوال نندارتون پرانیستل شو، چې پکې د ننګرهار وادي کرنیز امارتۍ شرکت هم د خپلو معیاري او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۱ - ۹:۱۳
Background image

د ولایتي پلاوي په ملتیا ولسوالیو ته د غزني د کرنې ریاست مشرتابه سفر؛ د کرنیزو ستونزو د حل او پراختیایي پروژو پر چټکتیا ټینګار وشو

۱۱ چنګاښ ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۶ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه‍.ق
د غزني ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست رییس د غزني ولایت د والي ولي جان حمزه په مشرۍ د ولایتي پلاوي په ترکیب د ناور، اجرستان،. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۱ - ۹:۱
Background image

کونړ ولایت کې د انټیروټوکسیمیا واکسین د تطبیق پروګرام پیل شوو

۱۱ چنګاښ ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۶ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه‍.ق
د کونړ د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د افغانستان لپاره د هالینډ کمېټې په تخنیکي همکارۍ او د کرنې نړۍوال صندوق په مالي. . .

بازگشت