د امام ابو حنیفه د نړۍوال نندارتون په پرانیستغونډه کې دکرنې وزیر ګډون

mail-admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۷/۱۶ - ۱۱:۱
د امام ابو حنیفه د نړۍوال نندارتون په پرانیستغونډه کې دکرنې وزیر ګډون

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاء الله عمري په کابل کې د حضوري چمن سره پروت د افغانستان د نړۍوالو نندارتونونو په مرکز کې د امام ابو حنیفه د درېیم ملي او نړۍوال نندارتون د پرانیستې په پروګرام کې ګډون وکړ. په دې نندارتون کې د ریاست الوزراء اقتصادی مرستیال، د اسلامي امارت د کابینې یو شمېر غړو، د بهرنیو هېوادونو استازو، سوداګرو او متشبثینو هم ګډون کړی و.  
مولوي عطاء الله عمري په دې نندارتون کې د هېواد په کرنې او مالدارۍ سکتور کې د پانګونې د زمینو د برابرېدو یادونه وکړه او د پانګونې غوښتنه یې وکړه. هغه وویل: " د کرنې وزارت د کرنې او مالدارۍ د محصولاتو د ارزښت زنځیر په ټولو برخو کې له بزګرانو، مالدارانو او پانګه والو سره همکار دی، او موږ کولای شو چې ملي او نړیوالو سوداګرو ته د کرنې او مالدارۍ په برخه کې د کار کولو زمینه برابره کړو، تر څو دا سکتورونه وده او پرمختګ وکړي."  
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر د هېواد د بزګرانو او مالدارانو د ستونزو د حل او د کرنیزو محصولاتو لپاره د بازار موندنې د هڅو یادونه وکړه او زیاته یې کړه: " د وارداتو د کمولو او د هېواد د کرنیزو محصولاتو د صادراتو د زیاتولو یوازینۍ حل لاره د ملي او نړۍوالو نندارتونونو جوړول دي، چې د دې لارې کولای شو خپل داخلي کرنیز او مالدارۍ تولیدات ملي او نړۍوالو بازارونو ته معرفي کړو او وپلورو، او په دې توګه خپل هېواد ځان بسیاینې ته ورسوو." 
د کرنې وزیر همدارنګه د روان کال د تلې له ۲۵مې تر ۲۸مې د کابل په بادم باغ کې د کرنیزو محصولاتو د یودېرشم نندارتون د جوړېدو یادونه وکړه او د امام ابو حنیفه په نړۍوال نندارتون کې یې له سوداګرو او ګډونوالو څخه وغوښتل، چې په یاد نندارتون کې هم ګډون وکړي.

اشتراک وزیر زراعت در افتتاحیه نمایشگاه بین الملی امام ابو حنیفه 
مولوی عطاءالله عمری وزیر زراعت، آبیاری و مالداری در برنامه افتتاحیه سومین نمایشگاه ملی و بین الملی امام ابو حنیفه که در مرکز نمایشگاه‌های بین الملی افغانستان واقع چمن حضوری کابل با حضور معاون اقتصادی رییس الوزرا، شماری از اعضای کابینه امارت اسلامی افغانستان نماینده گان کشورهای خارجی، تجار و متشبثین  برگزار شده بود اشتراک کرد.
مولوی عطاءالله عمری وزیر زراعت، آبیاری و مالداری در این نمایشگاه از فراهم بودن زمینه‌های سرمایه گذاری در سکتور زراعت و مالداری کشور سخن زده و خواستار سرمایه گذاری در آن بخش شد" وزارت زراعت در تمام بخش‌های شامل زنجیره ارزش محصولات زراعتی و مالداری با دهقانان و مالدارن و سرمایه گذاران همکار است و ما می توانیم برای تجار ملی و بین الملی زمینه کار در بخش زراعت و مالداری جهت رشد و انکشاف دهی این سکتور ها را فراهم نماییم".
وزیر زراعت، آبیاری و مالداری از تلاش‌ها جهت حل مشکلات دهقان و مالداران کشور و بازاریابی برای محصولات زراعتی یاد آوری کرده افزود" یگانه راه حل کاهش میزان واردات و بلند بردن صادرات محصولات زراعتی کشور راه اندازی نمایشگاه‌های ملی و بین الملی است که از طریق آن می شود تولیدات داخلی محصولات زراعتی و مالداری خود را به بازارهای ملی و بین الملی معرفی کرده و به فروش برسانیم و بدین ترتیب کشور خود را به خودکفایی برسانیم".
وزیر زراعت همچنان از برگزاری سی ویکمین نمایشگاه محصولات زراعتی از سوی وزارت زراعت به تاریخ 25  الی 28 میزان سال جاری در بادم باغ کابل یاد آوری کرده و از تجار و اشتراک کننده گان نمایشگاه بین المللی امام ابو حنیفه خواست که در آن نمایشگاه اشتراک کنند.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۲:۵۷
Background image

کندز کې د ملکیت د تثبیت واحد مرکز د پرانیستې په موخه د کرنې وزارت د پلاوي سفر

۱۰ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۳ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د زونونو په کچه د ملکیت د تثبیت واحد مرکز د پرانیستې په موخه، د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د اراضۍ ریاست لوړپوړي پلاوي کندز ولایت ته. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۲:۴۹
Background image

د ننګرهار کوز کونړ کې لسګونو کورنیو ته د هګیو چرګانو وېش؛ د کورني اقتصاد پیاوړتیا لپاره مهم ګام

۱۰ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۳ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د ننګرهار ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو او د ستاسو غږ مؤسسې) په همکارۍ، د کوز کونړ ولسوالی کې ۱۲۰ تنه راستنېدونکو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۲:۴۶
Background image

د خوست دکرنې ریاست؛ د سپېرې ولسوالی د خامه سړک د بیارغونې پروژه په بریالیتوب بشپړه شوه

۱۰ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۳ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هلوځلو، د سپېرې ولسوالی د کرنیزو چارو عمومي مدیریت تر مستقیمې څارنې لاندې، د «اکشن اېډ». . .

بازگشت