هلمند کې سږ کال ٤٥٠ زره اصلاح شوي نیالګي روزل شوي

mail-admin
شنبه ۱۴۰۳/۷/۱۴ - ۱۱:۱۰
هلمند کې سږ کال ٤٥٠ زره اصلاح شوي نیالګي روزل شوي

۱۴ تله ۱۴۰۳ه‍.ش
۲ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۶ه‍.ق
هلمند کې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په هلو ځلو، د نیالګیو روزنې ټولنې لخوا شاوخوا ٤٥٠ زره اصله ډول ډول مېوه لرونکي او زینتي  نیالګي په نرسریو او قوریو کې روزل شوي او په مسلکي توګه چمتو شوي دي. 
دیادې ټولنې مسول حاجي احمدشاه هلمند د معلوماتو له مخې سږکال نږدې ٣٠٠ زره ډول ډول مېوه لرونکي نیالګي د ښو مېوه ورکونکو نسلونو څخه پیوند کړل شوي دي او شاخوا ١٥٠ زره نور زینتي نیالګي یې په ښه ډول تر روزنې لاندې نیولي دي.
همدارنګه د مورنیو  نیالګیو په څلورو بڼونو کې د انګورو ٢٢ ډوله، د انارو ٣٥ ډوله، د انځرو ٤ ډوله او د شفتالو، الوچو او بادامو  هغه ونې شتون لري، چې پیوند ورڅخه اخیستل کېږي او په نویو نیالګیو کې لګول کېږي.
د هلمند دکرنې ریاست په پلان کې لري، تر څو دهلمند ولایت  بڼوالو او ځمکوالو ته په خپلو ځمکو کې اصلاح شوي مېوه یي بڼونه جوړ کړي او د یادو بڼونو د اړتیا وړ نیالګي به له همدې نرسریو څخه د بېلابېلو نهادونو له لوري پېرودل کېږي او بیا به بزګرو ته وېشل کېږي.
د یادونې وړ ده، چې پر یادو نیالګو سربېره نږدې ٢٠٠ زره  نیالګي د هلمند دکرنې ریاست لخوا پخپلو ځمکو کې تر روزنې لاندې دي، چې راروان فصل ته به د ځانګړې کړنلارې له مخې د بزګرو په واک کې ورکړل شي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۰ - ۱۳:۷
Background image

د ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت کې ۱۰۰ زده‌کړیالانو ته د عملي زده‌کړو زمینه برابره شوه

۲۰ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۲ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت له لوري د مسلکي زده‌کړو د پیاوړتیا په موخه، د ننګرهار د کرنې او وټرنرۍ تخنیکي او مسلکي انستیتیوت د ۱۳. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۰ - ۱۳:۶
Background image

د کرنې وزارت او همکارو بنسټونو ترمنځ د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو نندارتون د جوړېدو په موخه د همغږۍ غونډه

۲۰ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۲ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت، د افغانستان د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو خونې او د همکارو مؤسسو او دفترونو د استازو ترمنځ د بزګر مېلې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۰ - ۱۰:۳۰
Background image

ننګرهار کې د چکډېمونو ډکېدل؛ د کرنې وزارت د اوبو مدیریت پروګرام د بزګرانو لپاره هیله بښونکي پایلې

۲۰ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۲ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت په وروستیو کلونو کې د هېواد په کچه د اوبو د مدیریت، د وچکالۍ د اغېزو د کمولو او د کرنیزو تولیداتو د. . .

بازگشت