په ننګرهار کې د مالدارۍ فرعي محصولاتو کاروباریانو ته روزنیز ورکشاپ دائره شو

mail-admin
شنبه ۱۴۰۳/۷/۱۴ - ۹:۲۹
په ننګرهار کې د مالدارۍ فرعي محصولاتو کاروباریانو ته روزنیز ورکشاپ دائره شو

د ننګرهار کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په همکارۍ، د افغانستان لپاره د هالنډ کمېټې په تخنیکي ملاتړ، د مالدارۍ فرعي محصولاتو کاروباریانو لپاره یوه ورځنۍ روزنیزه غونډه ترسره شوه. په دې ورکشاپ کې د ننګرهار له مرکز او ۱۷ ولسوالیو څخه ګډونوالو برخه واخیسته.
ورکشاپ د کاروبارونو پراختیا او تجربو شریکولو په موخه جوړ شوی و. د ننګرهار کرنې ریاست د احصایې او معلوماتو د تنظیم امر، قاري سیلاب ذکریا، او د مالدارۍ خدمتونو امر، ډاکټر محمد ضمیر بهسودي، د مالدارۍ فرعي محصولاتو، لکه وړۍ او کشمېرې، پر ارزښت او د کاروباري فرصتونو پر اړتیاوو خبرې وکړې.
ډاکټر بهسودي د کرنې ریاست له لوري د خصوصي سکټور د پیاوړتیا په برخه کې د هر ډول همکارۍ ژمنه وکړه. همدارنګه، د هالنډ کمېټې د ختیځ زون مسوول، ډاکټر رحیم الله سلیمي، وویل چې دوی په وروستیو میاشتو کې د مالدارۍ فرعي محصولاتو د خرڅلاو مرکزونه جوړ کړي او کاروباریانو ته یې نغدې پیسې او اړین توکي برابر کړي دي.
په ورکشاپ کې ګډونوالو د خپلو کاروبارونو د پرمختګ، ننګونو او لاسته راوړنو په اړه بحث وکړ او خپلې تجربې یې سره تبادله کړې.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۲:۵۷
Background image

کندز کې د ملکیت د تثبیت واحد مرکز د پرانیستې په موخه د کرنې وزارت د پلاوي سفر

۱۰ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۳ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د زونونو په کچه د ملکیت د تثبیت واحد مرکز د پرانیستې په موخه، د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د اراضۍ ریاست لوړپوړي پلاوي کندز ولایت ته. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۲:۴۹
Background image

د ننګرهار کوز کونړ کې لسګونو کورنیو ته د هګیو چرګانو وېش؛ د کورني اقتصاد پیاوړتیا لپاره مهم ګام

۱۰ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۳ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د ننګرهار ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو او د ستاسو غږ مؤسسې) په همکارۍ، د کوز کونړ ولسوالی کې ۱۲۰ تنه راستنېدونکو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۲:۴۶
Background image

د خوست دکرنې ریاست؛ د سپېرې ولسوالی د خامه سړک د بیارغونې پروژه په بریالیتوب بشپړه شوه

۱۰ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۳ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هلوځلو، د سپېرې ولسوالی د کرنیزو چارو عمومي مدیریت تر مستقیمې څارنې لاندې، د «اکشن اېډ». . .

بازگشت