د کرنې وزارت د بشري سرچینو نوی رییس معرفي شو او خپله دنده یې پیل کړه

mail-admin
شنبه ۱۴۰۳/۷/۱۴ - ۹:۱۶
د کرنې وزارت د بشري سرچینو نوی رییس معرفي شو او خپله دنده یې پیل کړه

د کاپیسا ولایت پخوانی امنیه قومندان مولوي محمد عثمان ترابي د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د بشري سرچینو رییس په توګه کارکوونکو ته ور وپېژندل شو او خپله دنده یې پیل کړه.  
د پېژندنې په دې غونډه کې د کرنې او مالدارۍ وزارت مرستیال مولوي صدراعظم عثماني، د کرنې وزارت مالي او اداري مرستیال ملا آغاجان آخند (حاجي سالم)، د کورنیو چارو وزارت اداری مرستیال معاون مولوي محمد نظر شینواري، د کرنې سکتور رییسانو او کارکوونکو ګډون کړی و.  
غونډه د کرنې وزارت اداري رییس قاري حزب‌الله، په تلاوت پیل شوه، ورپسې مولوي صدراعظم عثماني د حکومتي مسوولیتونو او د کرنې او مالدارۍ سکتور په اړه خبرې وکړې او هیله یې څرګنده کړه چې په دې ازموينه کې به ټول بریالي شي.  
ورپسې د کورنیو چارو وزارت د اداري مرستیال معاون مولوي محمد نظر شینواري خبرې وکړې او د ښاغلي ترابي د تېرو فعالیتونو په اړه یې یادونه وکړه، هغه یې د امارت یو صادق او مجاهد شخصیت وباله.  
وروسته د اطلاعاتو او عامه پوهاوي رییس مولوي مصباح‌الدین مستعین،  د عالیقدر امیرالمومنین حفظه الله فرمان د ترابي د تقرری په هکله  ولوست او د هغه د تېرو فعالیتونو په اړه یې معلومات ورکړل.  
همدارنګه مولوي محمد عثمان ترابي هم خبرې وکړې او د کرنې سکتور له کارکوونکو یې وغوښتل چې په ورځنیو چارو کې ورسره مرسته وکړي.  
غونډه د ملا آغاجان اخند (حاجي سالم) په دعا پای ته ورسېده.

رئیس جدید منابع بشری وزارت زراعت معرفی و کارش را آغاز کرد
مولوی محمد عثمان ترابی قوماندان امنیه سابق ولایت کاپیسا منحیث رئیس منابع بشری وزارت زراعت، آبیاری و مالداری به کارمندان آن اداره معرفی و به کارش آغاز کرد.
در محفل معرفی رئیس منابع بشری جدید وزارت زراعت مولوی صدراعظم عثمانی معین زراعت و مالداری، ملاآغاجان"حاجی سالم" معین مالی و اداری وزارت زراعت، مولوی محمد نظر شینواری معاون معین  اداری وزارت امور داخله، روساء و کارمندان سکتور زراعت حضور داشتند.
محفل با تلاوت قاری حزب‌ الله‌ رئیس اداری وزارت زراعت آغاز و بعد مولوی صدراعظم عثمانی پیرامون مسوولیت‌های حکومتی، سکتور زراعت و مالداری صحبت کرد و آرزو کرد که در این امتحان مسووولیت همه کامیاب شوند.
پس از آن مولوی محمد نظر شینواری معاون معین اداری وزارت امور داخله صحبت کرد و پیرامون فعالیت‌های گذشته آقای ترابی سخن گفت او را شخص صادق و مجاهد نیک نام امارت یاد کرد.
پس از آن مولوی مصباح‌الدین مستعین رئیس اطلاعات و آگاهی عامه فرمان عالیقدر امیرالمومنین حفظه الله مبنی بر تقرری وی را به خوانش گرفت و همچنان در مورد فعالیت‌های گذشته‌اش معلومات داد.
همچنان مولوی محمد عثمان ترابی به ایراد سخن پرداخت و از کارمندان سکتور زراعت خواست در راستای کارهای یومیه او را همکاری نمایند.
مجلس با دعای ملاآغاجان حاجی سالم معین مالی و اداری وزارت زراعت خاتمه یافت.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱ - ۱۵:۱۶
Background image

د میدان وردګو جلریز ولسوالی کې لسګونه بزګران وروزل شول

۱ سلواغه ۱۴۰۴ه‍.ش

۲ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۷ه‍.ق

دمیدان وردګو ولایت دجلریز ولسوالی دبېلابېلو حوزو بزګرانو ته دجلریز ولسوالی دکرنیزو خدمتونو لوی مدیریت دمسؤلو کارمندانو له خوا روزنیز. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱ - ۱۵:۱۵
Background image

بلخ کې د قدرتي ځنګلونو د بیا رغونې پروژه ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

۱ سلواغه ۱۴۰۴ه‍.ش

۲ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۷ه‍.ق

د بلخ ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست له لوري، دقدرتي ځنګلونو د بیا رغونې او ودې پروژه د نهرشاهي ولسوالی اړوند د سلطان بابا علي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱ - ۱۵:۱۰
Background image

کرنې وزارت کې د کرنیزو تخمونو د ملي بورډ غونډه دایره شوه

۱ سلواغه ۱۴۰۴ه‍.ش

۲ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۷ه‍.ق

د کرنیزو تخمونو د ملي بورډ غونډه د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني، د کابل پوهنتون د کرنې پوهنځي استادانو، د بورد غړو او د. . .

بازگشت