د کندهار پنجوايي کې یوشمېر بڼوال وروزل شول

mail-admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۷/۱۲ - ۹:۵۰
د کندهار پنجوايي کې یوشمېر بڼوال وروزل شول

د کندهار دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست له خوا د سولې مؤسسې په همکارۍ ددې ولایت د پنجوايي ولسوالی یوشمېر بڼوالو ته د بڼونو د پالنې او مدیریت په برخه کې روزنیز پروګرام په لاره واچول شوه.
د چارواکو په خبره ددې روزنیزې برنامې له لارې یادو بڼوالو ته د بڼونو د ناروغیو مخنیوی، د حاصل راتول، له حاصل ټولولو وروسته فعالیتونو  او د نړۍوال مارکېټ د تقضا په برخه کې اړیني لارښوونې وشوې.
د کندهار دکرنې ریاست په دې ولایت کې د بڼونو اصلاح په پار بڼوالو او بزګرانو ته روزنه ورکوي، ترڅو په دې ولایت کې معیاري بڼوالۍ ته زمینه برابره شي.

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۴ - ۱۵:۴۴
Background image

د کرنې وزارت د کرنیزو څېړنو لوی رییس په کندهار کې د څېړنیزو فارمونو چارې وارزولې؛ د اغېزمنو څېړنو او علمي نوښتونو پر دوام یې ټینګار وکړ

۴ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۱ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د کرنیزو څېړنو لوی رییس، مولوي نصرت‌الله طلحه، کندهار ولایت ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د کوهکران،. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۴ - ۱۵:۴۲
Background image

د کندهار په باغ‌پُل سیمه کې د نږدې ۷۰ کارټنه قاچاقي کرنیزو درملو او امو د انتقال مخه ونیول شوه

۴ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۱ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر رهبرۍ لاندې، د بوټې ژغورنې مدیریت د قرنطین مسؤلینو د کندهار ښار د اوومې ناحیې اړوند باغ. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۴ - ۹:۴۲
Background image

ننګرهار کې د جوارو ننداریزو کروندو جوړولو په‌پار پر یوشمېر بزګرانو مرستې ووېشل شوې

۴ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۱ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت له‌خوا د ننګرهار ولایت په ۱۵ ولسوالیو کې د ۳۰ ننداریزو کروندو لپاره د جوارو اصلاح شوي تخم، کیمیاوي سرې. . .

بازگشت