د میدان ورګو ولایت دکرنې ریاست چارواکو د «پي،آی،ان» مؤسسې له مسوولینو سره وکتل

mail-admin
شنبه ۱۴۰۳/۷/۷ - ۱۴:۲۶
د میدان ورګو ولایت دکرنې ریاست چارواکو د «پي،آی،ان» مؤسسې له مسوولینو سره وکتل

۷ تله ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۵ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۶ه‍.ق
د میدان وردګو ولایت دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکو د د «پي،آی،ان» مؤسسې مسوول جان ډالټن او د یادې مؤسسې له یوشمېر نورو چارواکو سره په کتنه کې پر بېلابېلو موضوعاتو خبرې اترې وکړې.
ددې لیدنې په ترڅ کې یادو چارواکو د لبنیاتو، لمریز سیسټم، مالدارۍ، اوبولګولو او نورو برخو کې د نویو پروژو پر پلي کولو خبرې اترې وکړې، چې په نږدې راتلونکې کې به په یادو برخو کې نوې پروژې پیل شي.
په همدې حال کې د میدان وردګو ولایت دکرنې ریاست چارواکو د د «پي،آی،ان» مؤسسې مسوولینو ته د هراړخیزې همکارۍ ډاډ ورکړ او له دوی څځه یې وغوښتل، چې د پروژو په پلي کولو کې روڼتیا او اغېزمنتوب ته پاملرنه وکړي.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۴ - ۱۲:۰
Background image

پکتيا ‍۱۵۰۰ بزګرانو ته د غنمو اصلاح شويو تخمونو او کيمياوي سرو د وېش لړۍ پيل شوه

 ۴ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۶ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق 
د پکتيا ولايت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رياست د افغان سوله جوړونکو مؤسسې په همکارۍ او د خوړو او کرنې نړۍوالې ادارې «اف‌اې‌او» په مالي. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۴ - ۱۱:۵۸
Background image

د ننګرهار په دوو ولسوالیو کې ۲۰۰ هېوادوالو ته د کار زمینه برابره شوه

۴ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۶ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو او د بشري خیریه مؤسسې «اواچ‌ډبلیو» په مرسته د ننګرهار په مومندرې او لعلپورې ولسوالیو کې. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۳ - ۱۲:۱۰
Background image

روزګان کې د «نیالګي کېنول صدقه جاريه ده» تر شعار لاندې د شنو سیمو د پراختیا پراخ کمپاین پیل شو

۳ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۵ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د روزګان ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست له لوري د «نیالګي کېنول صدقه جاريه ده» تر عنوان لاندې د نیالګیو کېنولو کلنی کمپاین په رسمي. . .

بازگشت