د ننګرهار دکرنې ریاست: ۱۶ ټنه خوسا آمونه په تورخم کې بېرته پاکستان هېواد ته ولېږل شول

mail-admin
شنبه ۱۴۰۳/۷/۷ - ۱۳:۱۶
د ننګرهار دکرنې ریاست: ۱۶ ټنه خوسا آمونه په تورخم کې بېرته پاکستان هېواد ته ولېږل شول

۷ تله ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۵ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۶ه‍.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د تورخم قرنطین کارکوونکو د پاکستان څخه وارد شوي ۱۶ ټنه خوسا آمونه ونیول او بېرته یې هغه هېواد ته مسترد کړل. یاد آمونه د یوې خصوصي شرکت لخوا وارد شوي وو.
دغه راز د څو ورځو په جریان کې، د یاد ریاست کارکوونکو په تورخم کې د بي کیفیته جوارو او خراب سویابین محمولې هم نیولې وې. د ننګرهار کرنې ریاست له ټولو سوداګرو څخه غواړي چې باکیفیته او صحي محصولات وارد کړي، ترڅو هېوادوال له پاکو او سالمو محصولاتو څخه ګټه پورته کړي.
د کرنیزو محصولاتو واردولو په برخه کې کیفیت ته نه پاملرنه، د روغتیايي ستونزو او اقتصادي زیانونو لامل ګرځي. د هېواد چارواکي هڅه کوي، چې د دې ستونزې مخنیوی وکړي او باکیفیته محصولات هېواد ته وارد شي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۲۸
Background image

ننګرهار کې ۴۰ بزګرانو ته د جوارو د حاصل ټولولو په موخه وسایل ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ماشومانو د ساتنې دفتر له لوري د سره‌رود ولسوالی ۴۰ تنو بزګرانو ته د جوارو د حاصل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۴۰
Background image

ننګرهار کې ۴۵۰ کورنیو ته د سبو تخمونه او کرنیز توکي ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د اکشن اېډ مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۲۲
Background image

خوست کې پر سلګونو بزګرانو اصلاح شوي تخمونه وېشل کېږي

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر څارنې لاندې، د دغه ولایت د مرکز په درېیو اړوندو واحدونو کې ۱۵۰۰ مستحقو بزګرانو ته د اصلاح. . .

بازگشت