لوګر کې د ۷۵ میلیونه افغانیو په ارزښت سلګونو بزګرانو ته د غنمو اصلاح شوي تخمونو او کیمیاوي سرې وېش لړۍ پيل شوه

mail-admin
شنبه ۱۴۰۳/۷/۷ - ۱۰:۴۳
لوګر کې د ۷۵ میلیونه افغانیو په ارزښت سلګونو بزګرانو ته د غنمو اصلاح شوي تخمونو او کیمیاوي سرې وېش لړۍ پيل شوه

د لوګر ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست له لوری د خوړو او کرنې نړۍوالې ادارئ په مالي ملاتړ د افغانستان لپاره د راتلونکو نسلونو مؤسسې په تخنیکی همکارۍ د دې ولایت د مرکز پُل علم ترڅنګ د شپږو ولسوالیو پر ۹۵۰۰ بزګرانو د غنمو د اصلاح شویو تخمونو او کیمیاوي سرو وېش لړۍ پیل شوه.
په همدی موخه جوړه شوې غونډه کې د لوګر مرستیال والی مولوی محمد انور دین پرور سربېره د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوي عبدالرؤف سعید، د اقتصاد ریاست، ښار جوړونې ریاست، سیندیزې حوزې ریاست او قومونو او قبایلو چارو ریاست رییسانو، د افغانستان د راتلونکو نسلونو مؤسسې چارواکو او ګڼ شمېر بزګرانو ګډون کړی وو.
د لوګر مرستیال والی د همکارې مؤسسې له مسؤولینو مننه وکړه، چې په خپل وخت یې د اړمنو بزګرانو لاس نیوی وکړ او ورته یې اصلاح شوی تخمونه او کیمیاوی سرې برابر کړل، مرستیال والي زیاته کړه: «له موسساتو سره پوره همکار یو هڅه کوو ورته د پروژه تطبیق او مرستو وېش په برخه کې ورته لازمې اسانتیاوې برابروو.»
په همدې حال کې د لوګر د کرنې او مالدارۍ رییس له ټولو ګټه اخیستونکو وغوښتل تر څو وېشل شوي تخمونه د دغې ادارې له تخنیکي او مسلکي کارکوونکو سره په پوره همغږۍ وکري د اړتیا په وخت کې دی یادې ادارې ته مراجعه وکړي.
په دغه پروسه کې هر کروندګر ته ۵۰ کیلوګرامه د غنمو اصلاح شوي تخم، ۵۰ کیلو سپینه او ۵۰ کیلو توره سره ورکول کېږي، ترڅو یاد بزګر پر وخت دغه تخمونه ترلاسه کړي او راروان دغنمو فصل ته ورته بشپړ چمتوالی ولري.
د دغو مرستو موخه په دې ولایت کې د اصلاح شویو تخمونو دودول، د بزګرو او ځمکوالو ملاتړ او له کمو ځمکو څخه د لوړو حاصلاتو ترلاسه کول دي.
دیادوني وړ ده، چې دغه پروسه په نورو ولسوالیو کي هم روانه ده چې زرګونه بزګران به له دغو مرستو برخمن شي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۱ - ۱۰:۳۴
Background image

د ننګرهار وادي کرنیز شرکت په پنځم ملي او نړیوال صنعت او معدن نندارتون کې خپل تولیدات نندارې او پلور ته وړاندې کړل

۱۱ چنګاښ ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۶ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه‍.ق
کابل کې د صنعت او کانونو د اوونۍ پنځم ملي او نړۍوال نندارتون پرانیستل شو، چې پکې د ننګرهار وادي کرنیز امارتۍ شرکت هم د خپلو معیاري او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۱ - ۹:۱۳
Background image

د ولایتي پلاوي په ملتیا ولسوالیو ته د غزني د کرنې ریاست مشرتابه سفر؛ د کرنیزو ستونزو د حل او پراختیایي پروژو پر چټکتیا ټینګار وشو

۱۱ چنګاښ ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۶ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه‍.ق
د غزني ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست رییس د غزني ولایت د والي ولي جان حمزه په مشرۍ د ولایتي پلاوي په ترکیب د ناور، اجرستان،. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۱ - ۹:۱
Background image

کونړ ولایت کې د انټیروټوکسیمیا واکسین د تطبیق پروګرام پیل شوو

۱۱ چنګاښ ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۶ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه‍.ق
د کونړ د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د افغانستان لپاره د هالینډ کمېټې په تخنیکي همکارۍ او د کرنې نړۍوال صندوق په مالي. . .

بازگشت