د کرنې وزارت د اراضۍ لوی رییس سرې میاشتې لپاره د ځمکې اړتیا معلوملو په پار ننګرها ته سفر وکړ

mail-admin
شنبه ۱۴۰۳/۶/۳۱ - ۱۶:۷
د کرنې وزارت د اراضۍ لوی رییس سرې میاشتې لپاره د ځمکې اړتیا معلوملو په پار ننګرها ته سفر وکړ

۳۱ وږی ۱۴۰۳ه‍.ش
۱۸ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۶ه‍.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د اراضۍ لوي رییس مولوي محمود مظلوم په مشرۍ پلاوي په ننګرهار ولایت کې دافغاني سرې میاشتي لپاره د ځمکي اړتیا معلومولو په موخه ننګرهار ولایت ته سفر وکړ.
د اراضۍ لوي رییس مولوي محمود مظلوم وویل، چې د امیر المومنین حفظه الله د حکم پر ځای کولو او د سرې میاشتي ریاست لپاره د ځمکي اړتیا معلومولو، انتقال، موقعیت او نورو اړونده برخو کې د سلا مشورو لپاره د ننګرهار والي او ځایي مسولینو سره ناستې او خبرې اترې کړي دي.
ښاغلي مظلوم وویل، هڅه کوي پدي برخه کې دقیق معلومات را ټول او د امیر المومنین حفظه الله سره د وروستي اجرآتو په موخه شریک کړي.
افغاني سرې میاشتي د خپلو اړتیاوو پوره کولو او ورځني کارونو دښه پرمخ وړلو لپاره د یو اندازه ځمکي غوښتلو وړاندیز کړي وو.

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۴ - ۱۵:۴۴
Background image

د کرنې وزارت د کرنیزو څېړنو لوی رییس په کندهار کې د څېړنیزو فارمونو چارې وارزولې؛ د اغېزمنو څېړنو او علمي نوښتونو پر دوام یې ټینګار وکړ

۴ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۱ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د کرنیزو څېړنو لوی رییس، مولوي نصرت‌الله طلحه، کندهار ولایت ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د کوهکران،. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۴ - ۱۵:۴۲
Background image

د کندهار په باغ‌پُل سیمه کې د نږدې ۷۰ کارټنه قاچاقي کرنیزو درملو او امو د انتقال مخه ونیول شوه

۴ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۱ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر رهبرۍ لاندې، د بوټې ژغورنې مدیریت د قرنطین مسؤلینو د کندهار ښار د اوومې ناحیې اړوند باغ. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۴ - ۹:۴۲
Background image

ننګرهار کې د جوارو ننداریزو کروندو جوړولو په‌پار پر یوشمېر بزګرانو مرستې ووېشل شوې

۴ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۱ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت له‌خوا د ننګرهار ولایت په ۱۵ ولسوالیو کې د ۳۰ ننداریزو کروندو لپاره د جوارو اصلاح شوي تخم، کیمیاوي سرې. . .

بازگشت