د کورنیو کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو کارونې ته د لومړیتوب ورکولو کړنلارې د بډاینې په موخه غونډه وشوه

mail-admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۶/۲۹ - ۱۰:۱۰
د کورنیو کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو کارونې ته د لومړیتوب ورکولو کړنلارې د بډاینې په موخه غونډه وشوه

۲۹ وږی ۱۴۰۳ه‍.ش
۱۶ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۶ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني په مشرۍ او د څو امارتي ادارو د چارواکو په ګډون یوه غونډه د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو د کارونې ته د لومړیتوب ورکولو کړنلارې د بډاینې په موخه جوړه شوه.
په دې غونډه کې مولوي صدراعظم عثماني د هېواد د کرنیزو محصولاتو د لومړیتوب په اړه خبرې وکړې او ویې ویل: «د جوړ شوي طرزالعمل مطابق اړونده ادارې دې خپلې دندې په صداقت او سپېڅلې ارادې سره ترسره کړي، ترڅو بزګرانو او مالدارانو ته ګټه ورسېږي او له دې لارې دوی وکولی شي له خپلو محصولاتو څخه ډېره ګټه ترلاسه کړي.»
په دې غونډه کې، د کرنیزو محصولاتو د کیفیت کنټرول، د شېدو پروسس، د کورنیو کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو د پروسس لپاره د فابریکو مالکانو هڅول، د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو د بازار اقتصادي تحلیل، ملي معیارونو ته د تولیدي او پروسس کوونکو بنسټونو د پابندۍ او پلي کولو هڅول، د خصوصي سکتور لپاره په کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو کې د پانګونې اسانتیاوې برابرول، د کورنیو محصولاتو ملاتړ او د وارداتي کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو لپاره د موسمي ګمرکي تعرفو کنټرول او یوشمېر نورو موضوعاتو خبرې اترې وشوې.
دغه غونډه د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ په وزارت کې د کورنیو چارو، ملي دفاع، اقتصاد، عامې روغتیا، مالیې، صنعت او سوداګرۍ وزارتونو، د افغانستان اسلامي امارت د چارو ادارې، د کابل ښاروالۍ او د ستنډرد ملي ادارې د مسوولینو په ګډون ترسره شوه.

جلسه‌ای به منظور غنی‌سازی طرزالعمل اولویت‌دهی استفاده از محصولات داخلی زراعتی و مالداری برگزار شد
۲۹ سنبله ۱۴۰۳  هـ.ش
جلسه‌ای به سرپرستی مولوی صدراعظم عثمانی معین زراعت و مالداری وزارت زراعت، آبیاری و مالداری و با حضور مسوولان چندین اداره امارتی به منظور بحث جهت غنی سازی طرزالعمل اولویت‌دهی استفاده از محصـولات زراعتی و مالداری برگزار شد. 
مولوی صدراعظم عثمانی معین زراعت و مالداری پیرامون اهمیت اولویت دهی به استفاده از محصولات زراعتی کشور سخن زده  گفت « مطابق طرزالعمل که ساخته شده ادارات ذیربط مسوولیت خویش را با اخلاص ونیت صاف انجام دهند تا  فایده به دهقانان و مالداران برسد و به این ترتیب دهاقین و مالداران  بتوانند از محصولات خود مفاد بیشتر بدست بیاوردند".
در این جلسه پیرامون؛ کنترول کیفیت محصولات زراعتی، پروسس شیر، تشویق فابریکه داران به پروسس محصـــــولات داخلی زراعتی و مالــداری، تحلیل اقتصادی مارکیــت محصولات زراعتی و مالداری، تشویق نهادهای تولید و پروسس کننده به رعایت و تطبیق ستندرد‌های ملی، فراهم آوری تسهیلات لازم برای سکتــور خصوصی جهت سرمایه گذاری در بخش‌های محصولات زراعتی و مالــداری، حمایت محصولات داخلی و کنترول نرخ تعرفـــــه‌های گمرکی موسمی برای محصولات زراعتی و مالداری وارداتی بحث صورت گرفت
این جلسه در وزارت زراعت، آبیاری و مالداری با حضور مسوولان وزارت‌های امور داخله، دفاع ملی، اقتصاد، صحت عامه، مالیه، صنعت و تجارت و اداره امور امارت اسلامی افغانستان،  شاروالی کابل و اداره ملی استندرد برگزار شده بود.

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۷ - ۱۶:۳
Background image

د افغانستان په زیان‌منونکو ټولنو کې د معیشت ښه‌والي او د مقاومت پیاوړتیا پروژه د درېیو نورو کلونو لپاره وغځول شوه

۲۷ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۳۰ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د افغان اېډ مؤسسې مسؤلین وایي، د «افغانستان په زیان‌منونکو ټولنو کې د معیشت ښه‌والي او د مقاومت پیاوړتیا» پروژه، چې تر دې وړاندې د هېواد په. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۷ - ۱۵:۵۹
Background image

د ننګرهار وادي امارتي شرکت د مدیره پلاوي غونډه ترسره شوه

۲۷ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۳۰ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د ننګرهار وادي امارتي شرکت د مدیره پلاوي غونډه د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني په مشرۍ، د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۷ - ۱۵:۵۶
Background image

بادغیس کې د کفشک حشرې پر ضد پراخه مبارزه؛ سلګونه جریبه کرنیزه ځمکه پاکه شوه

۲۷ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۳۰ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د بادغیس ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست وایي، د بوټې ژغورنې برخې مسلکي کارکوونکو د بزګرانو په همکارۍ د کفشک حشرې پر ضد مبارزه لا. . .

بازگشت