کندهار کې د عشر راټولولو په پارله عاشرانو سره غونډه دائره شوه

mail-admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۶/۲۸ - ۱۵:۲۶

۲۸ وږی ۱۴۰۳ه‍.ش
۱۵ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۶ه‍.ق
د کندهار دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوی فضل الباري فضلي په مشرۍ د دې ولایت د ۱۳ ولسوالیو د لویومدیرانو او عاشرانو سره د عشر راټولولو د څرنګوالي په پار د همغږۍ غونډه دائره شوه.
د یادې غونډې په پیل کې لومړي الحاج مولوی فضل الباري فضلي صاحب ټولو راغلو مدیرانو او عاشرانو ته ښه راغلاست ووایه او د هغوی له راتګ څخه یې مننه وکړل. وروسته یې زیاته کړه موږ او تاسو ټول د عشر راټولولو مسؤلیت لرو. هر ډول چې د عالیقدر امرالمؤمنین شیخ صاحب حفظه الله حکم وې موږ یې تطبیقونکې یو. او هر حکم ته یې لبیک وایو.
ښاغلی فضلي دغه راز وویل، چې د افغانستان اسلامي امارت په پام کې لري، چې د جوماتونو امامانو سره په  راتلونکې کې د عشر په بدل کې همکاري وکړي او هغه جوماتونه چې امام ونه لري ټول عشر به ۱.۱.۱ ته ورکوي. چې په  وروستیو یې د ولسوالیو څخه راغلو مدیرانو او عاشرانو ته د هر ډول همکاري ډاډ ورکړ.
د یادې غونډې په وروستیو کې د ولسوالیو مدیرانو او عاشرانو په شفاف ډول د عشر راټولولو وعده ورکړل.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۲۸
Background image

ننګرهار کې ۴۰ بزګرانو ته د جوارو د حاصل ټولولو په موخه وسایل ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ماشومانو د ساتنې دفتر له لوري د سره‌رود ولسوالی ۴۰ تنو بزګرانو ته د جوارو د حاصل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۴۰
Background image

ننګرهار کې ۴۵۰ کورنیو ته د سبو تخمونه او کرنیز توکي ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د اکشن اېډ مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۲۲
Background image

خوست کې پر سلګونو بزګرانو اصلاح شوي تخمونه وېشل کېږي

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر څارنې لاندې، د دغه ولایت د مرکز په درېیو اړوندو واحدونو کې ۱۵۰۰ مستحقو بزګرانو ته د اصلاح. . .

بازگشت