د کندهار پنجوايي کې یوشمېر بڼوالو ته د بڼ جوړونې په هکله روزنه ورکړل شوه

mail-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۶/۲۷ - ۱۴:۰
د کندهار پنجوايي کې یوشمېر بڼوالو ته د بڼ جوړونې په هکله روزنه ورکړل شوه

د کندهار دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د سولې بنسټ مؤسسې په تخنیکي همکارۍ ددې ولایت د پنجوایي ولسوالی یوشمېر بڼوالو ته د بڼ جوړونې او د بڼونو پالنې په هکله روزنیز پروګرام په لاره واچول شوه، چې په ترڅ کې یې یادو بڼوالو ته د بڼونو جوړولو او پالنې په برخه کې عملي او نظرې پوهاوی ورکړل شو.
ددې پروګرام په ترڅ کې یادو بڼوالو ته د بڼ جوړونې، ښاخبري کولو، حاصل راټولولو، د حاصل کیفیت ساتلو، بسته بندې، مارکیټ ته د حاصلاتو عرضه کولو او بازار موندنې په برخه کې روزنه ورکړل شوي دي.
ددې پروګرام موخه د بڼوالو وړتیاوې لوړول، د دوی اقتصادي ودې ته زمینه برابرول او په ټوله کې د بڼوالۍ سکټور ودې او پراختیا ته زمینه برابرول دي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۲:۵۷
Background image

کندز کې د ملکیت د تثبیت واحد مرکز د پرانیستې په موخه د کرنې وزارت د پلاوي سفر

۱۰ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۳ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د زونونو په کچه د ملکیت د تثبیت واحد مرکز د پرانیستې په موخه، د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د اراضۍ ریاست لوړپوړي پلاوي کندز ولایت ته. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۲:۴۹
Background image

د ننګرهار کوز کونړ کې لسګونو کورنیو ته د هګیو چرګانو وېش؛ د کورني اقتصاد پیاوړتیا لپاره مهم ګام

۱۰ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۳ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د ننګرهار ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو او د ستاسو غږ مؤسسې) په همکارۍ، د کوز کونړ ولسوالی کې ۱۲۰ تنه راستنېدونکو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۲:۴۶
Background image

د خوست دکرنې ریاست؛ د سپېرې ولسوالی د خامه سړک د بیارغونې پروژه په بریالیتوب بشپړه شوه

۱۰ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۳ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هلوځلو، د سپېرې ولسوالی د کرنیزو چارو عمومي مدیریت تر مستقیمې څارنې لاندې، د «اکشن اېډ». . .

بازگشت