د کندهار ارغنداب کې د طبیعي زېرمو ساتنې په پار هلې ځلې

mail-admin
شنبه ۱۴۰۳/۶/۲۴ - ۱۵:۹
د کندهار ارغنداب کې د طبیعي زېرمو ساتنې په پار هلې ځلې

۲۴ وږی ۱۴۰۳ه‍.ش
۱۱ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۶ه‍.ق
د کندهار دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په دې ولایت کې د طبیعي زېرمو ساتنې په پار هلې ځلې ګړندي کړي دي، ددغو هلوځلو په دوام د ارغنداب په ولسوالی کې د څړځآیونو د تنظیم مسؤلینو له لورې د طبیعي زېرمو او ځنګلونو څخه د ساتنې او پوهاوي په موخه څارنه ترسره شوه. 
په یاده  څارنه کې د سیمې اوسیدونکو او مالدارانو ته د طبیعي زېرمو، څړځایونو، رود خونو او طبعي بوټو د ارزښت، طبیعي زېرمو ته ځانګړې پاملرنې او د هغوی څخه ساتنه کولو په موخه عامه پوهاوی ورکړل شو.
د یادولو وړ ده، چې په کندهار کې د طبیعي زېرمو د تخریب په مخنیوي کې د کندهار کرنې مسؤلینو تر بل هر وخت ښه اقدام کړي او هیچاته ته یې اجازه نه ده ورکړي ترڅو د هېواد طبیعي شتمنې زیانمنه کړي.
https://whatsapp.com/channel/0029VajQTqLBKfi8Pt3IRu18

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۱ - ۱۵:۳۱
Background image

د کرنې وزارت پلاوی د پختې د بیو د ټیټوالي د ارزونې په پار کندز ته سفر وکړ

۲۱ لړم ۱۴۰۴ هـ.ش
۲۱ جُمَادَى الأول ۱۴۴۷ هـ.ق
د پختې د بیو د ټیټوالي د علتونو د معلومولو او د بزګرانو د تاوان د مخنیوي په موخه، د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت یو کاري پلاوی د غلو د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۱ - ۱۵:۳۰
Background image

دهلمند بولان څېړنیز فارم کې د غنمو د تجربو او مورني تخمونو د تولید بهیر پیل شو

۲۱ لړم ۱۴۰۴ هـ.ش
۲۱ جُمَادَى الأول ۱۴۴۷ هـ.ق
د هلمند ولایت کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست  دکرنیزو چارو آمریت اړوند د څېړنو مدیریت مسئولینو د بولان څېړنیز فارم په سیمه کې د غنمو د نوو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۱ - ۱۱:۳۷
Background image

هلمند کې د مالدارۍ په برخه کې د خصوصي سکتور پیاوړتیا په موخه هلې ځلې

۲۱ لړم ۱۴۰۴ هـ.ش
۲۱ جُمَادَى الأول ۱۴۴۷ هـ.ق
د هلمند ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند د مالدارۍ او حیواني روغتیا آمریت آمر حافظ هدایت‌الله هدایت او د یاد آمریت مسلکي. . .

بازگشت