دکرنې وزارت د تخمونو د تقصدیق ورکونې رییس د هلال ګروپ ګدامونو څخه لیدنه وکړه

mail-admin
شنبه ۱۴۰۳/۶/۲۴ - ۱۴:۲
دکرنې وزارت د تخمونو د تقصدیق ورکونې رییس د هلال ګروپ ګدامونو څخه لیدنه وکړه

۲۴ وږی ۱۴۰۳ه‍.ش
۱۱ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۶ه‍.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ  وزارت د تخمونو د تصدیق د ورکړې رییس مولوي صدیق رحماني په داسې حال کې، چې د ننګرهار د کرنې ریاست د تخمونو تصدیق امر غافر الله کانوال یي ملتیا کوله  په ختیځ زون کې د هلال ګروپ د سیمه ییز دفتر، غنمو د پاکارۍ پروسې او د غنمو له ګدامونو څخه لیدنه وکړه.
مولوي صدیق الله رحماني په دغه لیدنه کې خوښي څرګنده کړه، چې هلال ګروپ په پراخه پیمانه د بېلابېلو نوعو (ورایټو) غنمو تخم تولید کړی او له کر څخه تر دې دمه یې ټولې مرحلې د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند د تصدیق ورکړې امریت له لوري تقیب شوي او دا دی په معیارونو برابر بشپړ تخم سند یې ترلاسه کړی دی. 
ښاغلي رحماني پر غنمو سربېره د هلال ګروپ له لوري د سبو  د اصلاح شوي تخم د هایبریډ او«او،پي» پروسې په پیلیدا خوښي څرګنده کړه او د لا ښه والي په موخه یې لازمې سپارښتنې وکړې.
د هلال ګروپ د ختیځ زون د سیمهییز دفتر مسول ډاکټر عبدالغفار لودین  د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت، تخمونو ته د تصدیق ورکړې رییس په مشرۍ د راغلي پلاوي په راتګ او د هلال ګروپ له دفتر څخه په لیدنې خوښي څرګنده کړه او ډاډ یې څرګند کړ چې په خپله ټول توان سره به هڅه وکړي، چې د تخمونو د تولید په برخه کې لا زیاتې لاسته راوړنې ولري.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۴ - ۱۲:۰
Background image

پکتيا ‍۱۵۰۰ بزګرانو ته د غنمو اصلاح شويو تخمونو او کيمياوي سرو د وېش لړۍ پيل شوه

 ۴ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۶ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق 
د پکتيا ولايت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رياست د افغان سوله جوړونکو مؤسسې په همکارۍ او د خوړو او کرنې نړۍوالې ادارې «اف‌اې‌او» په مالي. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۴ - ۱۱:۵۸
Background image

د ننګرهار په دوو ولسوالیو کې ۲۰۰ هېوادوالو ته د کار زمینه برابره شوه

۴ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۶ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو او د بشري خیریه مؤسسې «اواچ‌ډبلیو» په مرسته د ننګرهار په مومندرې او لعلپورې ولسوالیو کې. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۳ - ۱۲:۱۰
Background image

روزګان کې د «نیالګي کېنول صدقه جاريه ده» تر شعار لاندې د شنو سیمو د پراختیا پراخ کمپاین پیل شو

۳ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۵ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د روزګان ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست له لوري د «نیالګي کېنول صدقه جاريه ده» تر عنوان لاندې د نیالګیو کېنولو کلنی کمپاین په رسمي. . .

بازگشت