پکتیا کې د بڼوالۍ ځنځیري ارزښت د پراختیا د پروژې چارې پیل شوې

content_admin
دوشنبه ۱۳۹۸/۷/۲۹ - ۱۴:۲۹
 پکتیا کې د بڼوالۍ ځنځیري ارزښت د پراختیا د پروژې چارې پیل شوې

۲۹ تله ۱۳۹۸
پکتیا ولایت کې د «بڼوالۍ ځنځیري ارزښت پراختیا» د پروژې چارې رسماً پیل شوې. دغه پروژه د زېربناوو د ودې او ښه کولو او د بڼوالۍ د محصولاتو د ځنځیري ارزښت په موخه د هېواد په ۱۱ ولایتونو کې پلي کیږي.
ددې پروژې لومړی پړاو د ۷۵ میلیونه امریکایي ډالرو په لګښت د کرنې، ابولګولو او مالدارۍ وزارت د پراختیایي اسټراټیژي پر اساس د شپږو کلونو په ترڅ کې د کابل، میدان وردګ، غزني، پکتیکا، پکتیا، خوست، لوګر، ننګرهار، بامیان، کنړ او لغمان په ولایتونو کې پلي کیږي.
دغه پروژه، چې په افغانستان کې د بڼوالۍ د ودې او پراختیا په برخه کې کار کوی، د اسیایي پراختیایي بانک له خوا تمویلیږي.
یاده پروژه د متوازن اقتصادي ودې او ټیکاو په برخه کې اغېزناک تمامیږي، چې عمده اغېزې به یې د بڼوالۍ د تولید د معیاري کولو ترڅنګ بڼوالۍ محصولاتو ته بازارموندنه او د محصولاتو د ارزښت لوړولو په برخه کې دي.
په پام کې ده، چې ددې پروژې له لارې د بازارموندې په برخه کې د وړتیالوړولو له لارې سیمه ییز سوداګرۍ ته وده او پراختیا ورکړل شي، د تطبیقي څېړنو او د غوره کرنیزو توکو په استفادې سره د کرنیزو محصولاتو تولید عصري شي، عصري اومدرنې ګلخونې جوړ شي، د کرنې په برخه کې کرنیز تاسیسات جوړ شي، د افغانستان د بڼوالۍ محصولاتو ته وده ورکړي او تر ټولو مهمه داچې دغو محصولاتو لپاره سوداګریز نوم یا (برنډ) جوړ کړي.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۵/۸/۲۳ - ۱۴:۴۴
Background image

د کندهار ښار په نهمه ناحیه کې ۲۸ جریبه امارتي ځمکه د دیني مدرسې جوړولو په موخه د جهادي مدارسو لوی ریاست ته وسپارل شوه

۲۳ لړم ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الثانی ۱۴۴۸ هـ.ق
د امیرالمؤمنین حفظه‌الله تعالی ورعاه د حکم پر بنسټ، د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د اراضۍ ریاست له لوري او د کندهار ولایت د کرنې، اوبو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۸/۲۳ - ۱۴:۴۴
Background image

د افغانستان د کرنې وزارت مرستیال د ازبیکستان د انرژۍ او اوبو له وزیر سره وکتل

۲۳ لړم ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الثانی ۱۴۴۸ هـ.ق
د افغانستان اسلامي امارت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني ازبیکستان جمهوریت ته د خپل رسمي. . .

شنبه ۱۴۰۵/۸/۲۳ - ۱۱:۳۱
Background image

پکتیا ولایت کې د څه باندې ۵ میلیون افغانیو په ارزښت د زرمت ولسوالی کې د شاه  کاریز کانال د جوړولو چارې پیل شوې

۲۳ لړم ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الثانی ۱۴۴۸ هـ.ق
د پکتیا ولایت د زرمت ولسوالۍ اړوند د شاه کاریز په سیمه کې د اوبولګولو شبکې د جوړولو چارې د یو لړ مراسمو په ترڅ کې پیل شوې. د یادې شبکې د. . .

بازگشت