د کندهار دوو ولسوالیو کې د وټرنرۍ کلینیکونه ګټې اخيستنې ته وسپارل شول 

mail-admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۶/۱۱ - ۱۵:۵۷
د کندهار دوو ولسوالیو کې د وټرنرۍ کلینیکونه ګټې اخيستنې ته وسپارل شول 

۱۱ وږی ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۸ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۶ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست سره په همغږۍ افغانستان لپاره د هالینډ کمیټې په تخنیکي همکارۍ د کندهار په سپین بولدک او غورک ولسوالیو کې د وټرنرۍ کلینیکونه ګټې اخیستنې ته وسپارل شول
د یادو کلینیکونو دګټې اخیستنې په مراسمو کې د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست استازو، د یادو ولسوالیو سیمه ییزو چارواکو، د هالینډ کمېټې استازو او نورو مسئولينو حضور درلود.
دکندهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي، چې د مالدارۍ یاد کلینیکونه دافغانستان لپاره د هالینډ کمېټې لخوا جوړ او مسؤل پارا وټرنرانو ته وسپارل شول.
د چارواکو په خبره د کندهار په سپین بولدک او غورک ولسوالیو کې ډېری غټ او واړه څاروي د څارویو د چوپړتیاوو بې برخې وو،  چې ددغو کلینیکونو په جوړولو سره د درملو ترڅنګ واکسینونو، درملنې او لازمو مشورو سره د مالدارۍ سکتور کې مثبت بدلون رامنځته کېږي.
یاد وټرنر ډاکټرانو ته د هالینډ کمېټې له لورې  شپږ میاشتي د مالدارۍ او وترنرۍ خدمتونو په برخه کې روزنه ورکړل شوې وه؛ چې نن ورته د کلنیک اړوند وسایل او درمل هم ورکړل شو.
دکندهار دکرنې ریاست د چارواکو په خبره د یادو کلینیکونو لپاره یو عراده هونډا موټر سایکل، یو پایه لمریز یخچال، مکمل لمریز سیستم، د وټرنري تخنیکي کڅوړه، لوجستیکي کڅوړه او ګڼ نور وسایل ورکړل شو،  ترڅو مالدارانو ته ښه او بهتره چوپړتیاوې وړاندې کړي.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۹ - ۱۶:۶
Background image

میدان وردګو کې د ګیلاسو سوداګریزو بڼونو د پراختیا په پار هلې ځلې؛ ډېر شمېر بزګران وروزل شول

۱۹ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۱ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د میدان وردګو ولایت په جغتو، دایمیرداد، نرخ، چک، سیداباد، مرکز او جلریز ولسوالیو کې د ګیلاسو د سوداګریزو بڼونو د پراختیا په موخه مهم. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۹ - ۱۶:۳
Background image

دکرنې وزارت له‌خوا صنعت او سوداګرۍ وزارت ته ځمکه ولېږدول شوه 

۱۹ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۱ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د ځمکو چارو ریاست چارواکي وایي، چې د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله د فرمان له مخې د کرنې وزارت د ځمکو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۹ - ۱۶:۲
Background image

د میدان وردګو لومړی حصې ولسوالی کې د اوبو د مدیریت پروژو سروې بشپړه شوه

۱۹ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۱ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د میدان وردګ ولایت د لومړي حصې ولسوالی په بېلابېلو حوزو کې د «ډاکار» مؤسسې تر چتر لاندې، د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د چارواکو په. . .

بازگشت