فراه کې ۲۵ اړمنو کورنیو ته د چرګانو واړه فارمونه جوړ شول 

mail-admin
شنبه ۱۴۰۳/۶/۳ - ۱۳:۵۳
فراه کې ۲۵ اړمنو کورنیو ته د چرګانو واړه فارمونه جوړ شول 

۳ وږی ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۰صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۶ه‍.ق
د فراه د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست له خوا ددې ولایت ۲۵ کورنیو بې ځایه شویو ته د دوی د اقتصادي پیاوړتیا په پار د چرګانو واړه فارمونه جوړ شوي دي.
د فراه دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د چاراکو په خبره هرې ګټې اخیستونکې کورنۍ  ته ۱۰قطعې کورني چرګان، د چرګانو دانه، درمل،  دانه خوري او ابخوري ورکړل شوي دي. 
دفراه دکرنې ریاست چارواکي وایي، چې د چرګانو د ورکړي موخه په کور دننه بېوزله کورنیو ته د کار زمینه  برابرول دي؛ ترڅو د خوړو خوندیتوب رامنځته او کورنۍ پر ځان بسیا شي.   
دغه راز یادو کورنیو ته د چرګانو پاللو،  ناروغیو مخنیوی د واکسینونو تطبیق کولو او ګڼو نورو برخو کې روزنه هم ورکول کېږي.
 ددغو مرستو موخه په دې ولایت کې د چرګانو روزنې صنعت ته پیاوړتیا ورکول او د بېوزله او کونډو مېرمنو اقتصادي ودې ته په کور دننه زمینه برابرول دي.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۹ - ۹:۱۲
Background image

د استملاک قانون د مسودې د جوړولو په موخه د همغږۍ غونډه جوړه شوه 

دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د اراضۍ ریاست کې د استملاک قانون د مسودې د جوړولو په موخه د همغږۍ غونډه جوړه شوه. 
په دغه غونډه کې، چې د کرنې وزارت د اراضۍ ریاست د ارزونې، استملاک او. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۸ - ۱۶:۹
Background image

د کرنې او مالدارۍ مرستیال د ترکیې د خیریه مؤسسې له مشرتابه پلاوي سره وکتل

۱۸ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۰ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال، مولوي صدراعظم عثماني، نن د خپل کارپه دفتر کې د ترکیې د خیریه مؤسسې له رییس. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۸ - ۱۳:۲۳
Background image

د کرنې وزارت او د هالند کمېټې ترمنځ د همکارۍ هوکړه‌لیک لاسلیک شو

۱۸ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۰ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت او د هالند کمېټې ترمنځ «په افغانستان کې د اقلیمي بدلونونو پر وړاندې د پایدارو معیشتونو ښه‌والی او د. . .

بازگشت