د کرنې او مالدارۍ مرستیال د افغانستان نړۍوال اسلامي پوهنتون له استادانو سره وکتل

mail-admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۶/۱ - ۹:۲۵
د کرنې او مالدارۍ مرستیال د افغانستان نړۍوال اسلامي پوهنتون له استادانو سره وکتل

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي عثماني د خپل کار په دفتر کې د افغانستان نړۍوال اسلامي پوهنتون له یو شمېر استادانو او علمي کادر سره وکتل.
په دې کتنه کې دکرنې او مالدارۍ په برخه کې زده کړیالانو سره د روزنې په برخه کې د ګډې همکارۍ، د ښوونیزو پروګرامونو او علمي او څیړنیزو سیمینارونو په لاره اچولو، د زده کړیالانو د روزنې په پآر له څېړنیزو فارمونو څخه د استفادې او د تجربو د شریکولو په اړه خبرې اترې وشوې.
په دې غونډه کې د ياد پوهنتون استادانو د کرنې وزارت په څېړنيزو فارمونو کې د خپلو زده کړیالانو د عملي زده کړو په برخه کې د همکارۍ غوښتنه وکړه، چې د کرنې او مالدارۍ مرستیال له خوا ورته د هراړخیزې همکارۍ ډاډ ورکړل شوه.

دیدار معین زراعت و مالداری با استادان پوهنتون بین‌المللی اسلامی افغانستان
مولوی صدراعظم عثمانی معین زراعت و مالداری وزارت زراعت، آبیاری و مالداری در دفتر کارش با تعدادی از استادان و کادر علمی پوهنتون بین‌المللی اسلامی افغانستان دیدار کرد.
در این دیدار پیرامون همکاری‌های مشترک در بخش آموزش محصلان بخش زراعت و مالداری، راه‌اندازی برنامه‌های آموزشی و سمینارهای علمی و تحقیقاتی، استفاده از فارم‌های تحقیقاتی جهت آموزش محصلان، شریک سازی تجارب صحبت گردید.
در این مجلس استادان پوهنتون نامبرده درخواست همکاری‌شان را  در رابطه به آموزش دهی عملی  محصلان شان در فارم‌های تحقیقاتی وزارت زراعت بیان کرده و خواستار همکاری وزارت زراعت شدند که از سوی معین زراعت و مالداری اطمینان همکاری لازم به آنها سپرده شد .

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۸/۲۰ - ۱۵:۴۴
Background image

پکتیکا کې د کرنې ریاست او همکارو مؤسسو تر منځ د همغږۍ غونډه ترسره شوه

۲۰ لړم ۱۴۰۴ هـ.ش
۲۰ جُمَادَى الأول ۱۴۴۷ هـ.ق
د پکتیکا ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په تالار کې د همکارو مؤسسو تر منځ د همغږۍ غونډه ترسره شوه.
د غونډې په پیل کې د پکتیکا د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۸/۲۰ - ۱۵:۴۲
Background image

دهلمند د کرنې ریاست او د ملګرو ملتونو پراختیایي ادارې تر منځ د همکارۍ د پراخېدو په اړه بحث وشو

۲۰ لړم ۱۴۰۴ هـ.ش
۲۰ جُمَادَى الأول ۱۴۴۷ هـ.ق
د هلمند ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوي نیازمحمد وهاج د ملګرو ملتونو د پرمختیايي پروګرام (یو.ان.ډي.پي) د سهیل لویدیځ زون له. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۸/۲۰ - ۱۵:۳۷
Background image

د خوست صبریو او یعقوبیو ولسوالیو کې پر ۲۰۰ مستحقو بزګرانو دغنمو اصلاح شوي تخمونه ووېشل شول

۲۰ لړم ۱۴۰۴ هـ.ش
۲۰ جُمَادَى الأول ۱۴۴۷ هـ.ق
د خوست ولایت کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د کرنیزو چارو د ودې او حاصلاتو د زیاتوالي په موخه، د صبریو او یعقوبیو ولسوالیو ۲۰۰ مستحقو. . .

بازگشت