کندهار کې د طبي بوټو د قاچاق مخه ونیول شوه

mail-admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۵/۱۷ - ۱۳:۴۴
کندهار کې د طبي بوټو د قاچاق مخه ونیول شوه

۱۷ زمری ۱۴۰۳ه‍.ش
۳ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۶ه‍.ق
دکندهار ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست وایي، چې ددې ولایت د نېش په ولسوالی کې د اوښۍ طبي بوټو د قاچاق مخه ونیول شوه.
دا په داسې حال کې ده، چې په دې ولایت کې د اوښي بوټي څخه په مسلکي ډول د ګټې اخستنې په پار له شرکتونو سره قرارداد لاسلیک شوی دی.
د اوښي طبي بوټو څخه د استفادې کولو په منظور د کرنې وزارت د ځانګړي طرزالعمل له مخې د ولایت مقام په همکارۍ ګټه اخیستل کېږي، چې د قراداد پیسې به یې په اصولي ډول د اسلامي ام.ارت د وارداتو حساب ته جمعه کېږي.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۴ - ۱۲:۰
Background image

پکتيا ‍۱۵۰۰ بزګرانو ته د غنمو اصلاح شويو تخمونو او کيمياوي سرو د وېش لړۍ پيل شوه

 ۴ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۶ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق 
د پکتيا ولايت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رياست د افغان سوله جوړونکو مؤسسې په همکارۍ او د خوړو او کرنې نړۍوالې ادارې «اف‌اې‌او» په مالي. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۴ - ۱۱:۵۸
Background image

د ننګرهار په دوو ولسوالیو کې ۲۰۰ هېوادوالو ته د کار زمینه برابره شوه

۴ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۶ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو او د بشري خیریه مؤسسې «اواچ‌ډبلیو» په مرسته د ننګرهار په مومندرې او لعلپورې ولسوالیو کې. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۳ - ۱۲:۱۰
Background image

روزګان کې د «نیالګي کېنول صدقه جاريه ده» تر شعار لاندې د شنو سیمو د پراختیا پراخ کمپاین پیل شو

۳ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۵ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د روزګان ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست له لوري د «نیالګي کېنول صدقه جاريه ده» تر عنوان لاندې د نیالګیو کېنولو کلنی کمپاین په رسمي. . .

بازگشت