ننګرهار کې نږدې ۲۰۰۰ بزګرانو ته د کانالونو پاک کارۍ کې  د کار زمینه برابرېږي

mail-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۵/۱۶ - ۱۲:۱۸
ننګرهار کې نږدې ۲۰۰۰ بزګرانو ته د کانالونو پاک کارۍ کې  د کار زمینه برابرېږي

۱۶ زمری ۱۴۰۳ه‍.ش
۲ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۶ه‍.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوي محمد ولي محسن د کلیو بیا ودانولو او خیریه بشري مؤسسو مسؤلینو سره د نوي کارونو پیلولو او بزګرانو ته د پروژو د ښه تطبیق په موخه خبرې اترې وکړې.
د یادو مؤسسو مسؤلینو د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس ته خپلو نوو پروژو په تړاو معلومات وړاندې کړل.
د کلیو او بیا ودانولو موسسې مسؤل حاج محمد صالحي وویل دوی د ننګرهار په ۵ ولسوالیو کوټ، بټي کوټ، اچین، نازیان او دره نور کې ۱۰۷۷ بزګرانو ته د سبو او غلو دانو اصلاح شوي تخمونه، کیمیاوي سرې او کرنیز وسایل وېشو.
نوموړي وویل ۱۵۰۰ هېوادوالو ته د کانالونو په پاک کارۍ کې د کار زمینه برابروي او ۳۹۰ بیوزله، کونډو او ناچاره کسانو ته بلا عوضه نغدې پیسو وېش هم لرو.
همدارنګه د خیریه بشري مؤسسې مسؤل انجینر هدایت الله ثنایي هم د خپلي پروژې په هکله معلومات وړاندې کړل.
ښاغلي ثنایي وویل دوی په لعلپوره، مهمندره، اچین او سپین غر ولسوالیو کې ۴۰۰ کسانو په وسیله د کانالونو پاک کارۍ، ۵۰۰ بزګرانو ته د غنمو اصلاح شوي تخمونو، کیمیاوي سرو وېش، ۱۰۰۰ بزګرانو ته په کرنه کې روزنه او ۳۲۰ کونډو او بیوزله کورنیو ته د نغدو پیسو د وېش پروګرامونه لرو.
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوي محمد ولي محسن د داسې ګټورو پروژو د پلي کولو او تطبیق خوښي وښوده او په ټولو قانوني چارو کې د همکارۍ پوره ډاډ ورکړ.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۸ - ۱۶:۱۵
Background image

د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې پلاوي د کندهار څېړنیزو فارمونو څخه لیدنه وکړه

۸ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۱ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» چارواکو د کندهار ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند د کوهکران او سبو څېړنیزو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۸ - ۱۶:۱۰
Background image

کندهار دوو ولسوالیو کي د ځنګلي بوټو ساتنې او پوهاوي په موخه څارنه ترسره شوه

۸ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۱ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د کندهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر رهبري لاندي، د سپین بولدک او پنجوائې ولسوالیو د کرنې او مالدارۍ مسؤلینو او د ځنګلونو او. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۸ - ۱۶:۹
Background image

د کندهار ژړۍ کې ۱۳۰ اړمنو بزګرانو ته د جوارو اصلاح شوي تخمونه او کیمیاوي سرې ووېشل شوې

۸ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۱ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د کندهار ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په مالي ملاتړ، د کندهار کډوالو. . .

بازگشت