د هلمند نادعلي کې یوشمېر مالدارن وروزل شول

mail-admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۵/۱۱ - ۱۲:۲۳
د هلمند نادعلي کې یوشمېر مالدارن وروزل شول

۱۱ زمری ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۶ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۶ه‍.ق
د هلمند ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالداري ریاست اړوند د مالداري او حیواني روغتیا آمریت کارکوونکو لخوا،د افغانستان لپاره د هالنډ کمیټې په مالي مرسته ددې ولایت د نادعلي په ولسوالی کې ۱۸۰ مالدارانو ته د  زونوز ناروغۍ ( د حيوان او انسان ترمنځ ګډې ناروغۍ) مخنیوی او د څارویو د وړيو راټولولو او سرت بندۍ  په اړه عامه پوهاوی ورکړل شو.
د عامه پوهاوی په دې پروسه کې یادو کوچیانو او مالدارانو سره د زونوز ناروغۍ د خپرېدو د وخت، نښو  او درملنې په اړه،  همدارنګه د څارویو د وړیو راټولولو، سرت بندۍ او دوړيو راټولونکو او بازار ترمنځ د اړیکو ټینګولو په برخه کې د مسلکي کارکوونکو لخوا هر اړخیز معلومات شریک شول.
په ورته مهال ګډونوالو د عامه پوهاوی له یادې پروسې څخه خوښي وښوده او راتلونکي کې یې هم دهلمند ړ کرنې ادارې څخه په دې برخه د لا زیاتو همکاریو غوښتنه وکړه.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۲:۵۷
Background image

کندز کې د ملکیت د تثبیت واحد مرکز د پرانیستې په موخه د کرنې وزارت د پلاوي سفر

۱۰ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۳ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د زونونو په کچه د ملکیت د تثبیت واحد مرکز د پرانیستې په موخه، د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د اراضۍ ریاست لوړپوړي پلاوي کندز ولایت ته. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۲:۴۹
Background image

د ننګرهار کوز کونړ کې لسګونو کورنیو ته د هګیو چرګانو وېش؛ د کورني اقتصاد پیاوړتیا لپاره مهم ګام

۱۰ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۳ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د ننګرهار ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو او د ستاسو غږ مؤسسې) په همکارۍ، د کوز کونړ ولسوالی کې ۱۲۰ تنه راستنېدونکو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۲:۴۶
Background image

د خوست دکرنې ریاست؛ د سپېرې ولسوالی د خامه سړک د بیارغونې پروژه په بریالیتوب بشپړه شوه

۱۰ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۳ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هلوځلو، د سپېرې ولسوالی د کرنیزو چارو عمومي مدیریت تر مستقیمې څارنې لاندې، د «اکشن اېډ». . .

بازگشت