د لغمان دکرنې رییس یوشمېر نباتي او حیواني درمل پلورنکو سره وکتل 

mail-admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۵/۱۱ - ۱۱:۲۹
د کرنې وزارت د اوبولګولو او طبیعي سرچینو مرستیال مولوي باز محمد فیضان کونړ ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د کونړ له والي مولوي قدرت الله ابوحمزه سره وکتل.

۱۱ زمری ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۶ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۶ه‍.ق
د  لغمان دکرنې، اوبولګولواومالدارۍ رییس مولوي عبدالستار محمد د خپل کارپه دفتر کې د مرکز مهترلام ښار یو شمېر نباتي او حیواني درمل پلورونکو سره چې د دوی چارې دکرنې وزارت د اصولو مطابق نه وو ناسته وکړه.
دکرنې رییس مولوي عبدالستار محمد راغلو درمل پلورونکو هټیوالو ته وویل، چې دنباتي او حیواني درمل پلورونکي شخص باید د کرنې او وټرنرۍ پوهنځۍ څخه فارغ او مسلکي وي، نباتي درمل پلورنځۍ دې د حیواني درملتونو ،خوراکي توکوڅخه لري او په جلا مارکېټ کې وپلورل شي، ځکه چې نباتي درمل اکثره زهرجن خاصیت لري، چې ورسره د انسانانو روغتیا متضرره کېږي. همداراز ادویه جات باید تاریخ تېر نه وي ځکه چې د نباتاتو د وچیدو او حیواناتو د مړینې سبب ګرځي. د دې سربیره یې دوی  ته سپارښتنه وکړه چې داصولو مطابق خپل درملتونونه عیار کړي. 
په ورته مهال یادو درمل پلورونکو کرنې ییس ته ډاډ ورکړ چې داصولو مطابق به خپلې پلورنځۍ برابروي.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۱۷ - ۱۵:۷
Background image

د فراه په ولایت کې یوشمېر بزګرانو ته د جوارو د ننداریزو کروندو لپاره کرنیز توکي ووېشل شول

۱۷ چنګاښ ۱۴۰۴ ه‍.ش
۱۲ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۷ه‍.ق
د فراه د کرنې ریاست له لوري د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د پراختیایي بودیجې له لارې ۳۰ تنو بزګرانو ته د جوارو د ننداریزو کروندو د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۱۷ - ۱۴:۲۷
Background image

د خوست دوو ولسوالیو کې یوشمېر بزګران وروزل شول

۱۷ چنګاښ ۱۴۰۴ ه‍.ش
۱۲ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۷ه‍.ق
د خوست ولایت کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر چتر لاندې ددې ولایت د علېشیرو او تریزیو او شاه ولیکوټ ولسوالی کرنیزو چارو عمومي مدیریت. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۱۷ - ۱۴:۱۴
Background image

کندهار ته د عشر او زکات لوی رییس سفر او د عشر او زکات اړوند مهمې ناستې

۱۷ چنګاښ ۱۴۰۴ ه‍.ش
۱۲ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۷ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د عشر او زکات لوی رییس الحاج مولوي ندا محمد عابد کندهار ولایت ته د خپل کاري سفر په ترڅ کې د دغه ولایت. . .

بازگشت