د کرنې وزیر په هیواد کې د چرګانو روزنې سکتور  په ملاتړ  ټینګار وکړ  

mail-admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۵/۱۰ - ۱۰:۲۳
د کرنې وزیر په هیواد کې د چرګانو روزنې سکتور ملاتړ ته ټینګار وکړ  

مولوي عطاءالله عمري، د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر، د کابل په ګلباغ سیمه کې د افغان معیار فارمونو څخه د لیدنې په ترڅ کې د هیواد  د چرګانو روزنې سکتور د ملاتړ او وده ورکولو ټینګار وکړ.  
د کرنې وزیر، د یوی فرعي سړک د پرانیستې په جریان کې چې افغان معیار فارمونه د عام سړک سره نښلوي، د هیواد د غذایي مصوونیت د تامین په اړه د کرنې وزارت د هڅو په اړه خبرې وکړې او زیاته یې کړه: "موږ غواړو چې افغانستان د غذایي خپلواکۍ ته ورسوو، او په دې برخه کې زموږ هڅې روانې دي. موږ له خصوصي سکتور، په ځانګړې توګه د چرګانو روزنې سکتور سره، له دوو کلونو راهیسې څنګ په څنګ کار کوو او هغه کارونه چې د هیواد د چرګانو پالنې سکتور د بریا لامل شي، ترسره کوو."
ښاغلي عمري چرګانو روزنې سکتور په ځان بساینې لپاره د نورو هڅو یادونه وکړه او د فارمدارانو د هر اړخیز ملاتړ باندې ټینګار وکړ.  
په همدې حال کې، د ګلباغ سیمې اوسیدونکي او محلي مخورانو د کرنې وزیر د دې سیمې څخه د لیدنې هرکلی وکړ او د کرنې وزارت د رهبرۍ څخه د هیواد د کرنې سکتور د وده ورکولو لپاره د  لا زیاتو هڅو غوښتنه وکړه.
د افغان معیار چرګانو روزنې فارم په ورځ کې دوه سوه زره د هګیو تولید لري چې په هغه کې څلویښت کسانو ته په مستقیم ډول او سلګونو کسانو ته په غیر مستقیم ډول د کار زمینه برابره شوې ده.

تاکید وزیر زراعت برحمایت از سکتور مرغداری در کشور  
مولوی عطاءالله عمری وزیر زراعت، آبیاری و مالداری در جریان بازدید از فارم‌های مرغداری افغانی معیار در ساحه گلباغ کابل بر حمایت و رشد دهی سکتور مرغداری در کشور تاکید کرد.
وزیر زراعت، آبیاری و مالداری در جریان این افتتاح یک سرک فرعی که فارم‌های افغان معیار را به سرک عمومی وصل می‌سازد در مورد تلاش‌های وزارت زراعت جهت تامین مصوونیت غذی در کشور سخن زده علاوه کرد" ما می‌خواهی که  افغانستان را به استقلالیت غذایی برسانیم که در این راستا تلاش‌های ما جریان دارد و ما با سکتور خصوصی و خصوصا سکتور مرغداری از بیش از دوسال به این سو شانه به شانه کار می‌نماییم و کاری که باعث کامیابی سکتور مرغداری کشور شود از آن دریغ نمی‌کنیم".
آقای عمری همچنان از تلاش‌های بیشتر جهت به خودکفایی سکتور مرغداری در کشور سخن زده و تاکید بر حمایت همه جانبه از فارمدارن کرد.
در همین حال باشنده‌گان و متنفذین محلی ساحه گلباغ از تشریف آوری وزیر زراعت به آن ساحه استقبال کرده و خواستار توجه بیشتر رهبری وزارت زراعت جهت رشد سکتور زراعت در کشور شدند.
فارم مرغداری افغانی معیار روزانه به مقدار دو صد هزار تخم مرغ تولید دارد که در آن  برای چهل نفر به شکل مستقیم و صدها تن به شکل غیر مستقیم زمینه کاری فراهم شده است.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۸ - ۱۶:۹
Background image

د کرنې او مالدارۍ مرستیال د ترکیې د خیریه مؤسسې له مشرتابه پلاوي سره وکتل

۱۸ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۰ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال، مولوي صدراعظم عثماني، نن د خپل کارپه دفتر کې د ترکیې د خیریه مؤسسې له رییس. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۸ - ۱۳:۲۳
Background image

د کرنې وزارت او د هالند کمېټې ترمنځ د همکارۍ هوکړه‌لیک لاسلیک شو

۱۸ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۰ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت او د هالند کمېټې ترمنځ «په افغانستان کې د اقلیمي بدلونونو پر وړاندې د پایدارو معیشتونو ښه‌والی او د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۸ - ۸:۳۵
Background image

ننګرهار کې پر سلګونو زلزله ځپلو مالدارانو د څارویو خوراکي توکي، درمل او نغدې مرسته وېشل کېږي

۱۸ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۰ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست سره په همغږۍ دافغان ځوانانو خدماتيمؤسسې له لورې د ننګرهار په دره نور ولسوالی کې ٧٥٠ تنو. . .

بازگشت