د هلمند کجکي کې حيواني او نباتي درمل پلورنځیو څخه څارنه وشوه 

mail-admin
شنبه ۱۴۰۳/۵/۶ - ۱۵:۲۴
د هلمند کجکي کې حيواني او نباتي درمل پلورنځیو څخه څارنه وشوه 

۶ زمری ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۱ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۶ه‍.ق
د هلمند د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رياست اړوند د کجکي ولسوالی څارویو روغتیا او بوټو ساتنې مدیریتونو له لورې، ددې ولسوالی په مربوطاتو کې دحيواني او نباتي  درمل پلورونکو هټيو څخه څارنه او کنټرول ترسره شوه. 
  د دغه کنټرول موخه د بې کيفيته او تاريخ تېرو درملو  پلور مخنیوي، په خپل سر د هټيو پرانیستل او د غير قانونې درمل او واکسینونو د واردولو مخنيوي دی.
ددې کنټرول په پايله کې يو شمېر هغه هټۍ چې د فعاليت جواز وخت يې تېر ؤ او او یایې جوازونه نه درلودل  سپارښتنه ور ته وشوه، چې خپل  جوازونه واخلي او یایې  نوي کړي او ترڅنګ يې يوه اندازه تاريخ تېر درمل ورڅخه راټول شول.
 همدارنګه  سپارښتنې ورته وشوې، چې په راتلوونکې کې د غير معياري هټيو د پرانستلو، د بې کيفيته درملو او واکسینو د پلور او واردولو څخه په کلکه ډډه وکړي.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۸ - ۱۲:۰
Background image

لوګر کې د شېدو راټولولو او پروسس مرکزونو له روانو چارو څخه څارنه وشوه

۱۸ چنګاښ ۱۴۰۴ ه‍.ش
۱۳ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۷ه‍.ق
د لوګر ولايت دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوی شیرآقا پیرحبیب الرحمن په داسې حال کې، چې د څارویو د روغتیا آمر داکتر خانشرین خسروي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۸ - ۱۱:۵۹
Background image

د ننګرهار وادي کرنیز شرکت د محافظوي پولې رغنیزې چارې بشپړې شوې

۱۸ چنګاښ ۱۴۰۴ ه‍.ش
۱۳ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۷ه‍.ق
د ننګرهار وادي کرنیز شرکت چارواکي وایي، چې د ورستیو اورښتونو، سېلابونو او زیاتو اوبو راوتو له امله د ننګرهار وادي کرنيز ا شرکت د «۲۳. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۸ - ۱۱:۵۲
Background image

پکتیکا کې حیواني او نباتي درمل پلورونکو سره غونډه وشوه

۱۸ چنګاښ ۱۴۰۴ ه‍.ش
۱۳ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۷ه‍.ق
د پکتیکا د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د ترویج اړوند د بوټوساتنې او قرنطین په عمومي مدیریت کې د حیواني او نباتي درملو پلورنکو سره. . .

بازگشت