بغلان کې سلګونو مالدارانو سره د څارویو د خوراکي توکو مرسته وشوه

mail-admin
شنبه ۱۴۰۳/۵/۶ - ۹:۱۸
بغلان کې سلګونو مالدارانو سره د څارویو د خوراکي توکو مرسته وشوه

د بغلان دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست؛ د افغانستان لپاره د هالنډ کمېتې په تخنیکي همکارۍ او دکرنې پراختیا نړۍوال وجهي صندوق په مالي مرسته ددې ولایت د پنځو ولسوالیو( پلخمري، ډنډ غوري، مرکزي بغلان، دوشي او بورکې) پر ۳۰۰ مالدارانو د څارویو خوراکي توکي وېشلي دي.
 د بغلان دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وویل، چې ددې پروسې په لړ کې هر مالدار ته چې لږ تر لږه څلور څاروي لري د څارویو ۱۰۰ کیلوګرامه خوراکي توکي ورکړل شوي دي.
د دوی په ټکو دغه پروګرام په بغلان کې د مالدارانو د لاس نیوی، د مالدارۍ سکټور د پیاوړتیا او د لبني محصولاتو د زیاتوالي په خاطرترسره کېږي.
ویل کېږي برابرشوي خوراکي توکي له زیاتوتغذیه کوونکو توکوڅخه جوړ شوي دي، چې د وزو، وري او غوا په چاقولو کې به اساسي رول ولري.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۸ - ۱۶:۹
Background image

د کرنې او مالدارۍ مرستیال د ترکیې د خیریه مؤسسې له مشرتابه پلاوي سره وکتل

۱۸ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۰ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال، مولوي صدراعظم عثماني، نن د خپل کارپه دفتر کې د ترکیې د خیریه مؤسسې له رییس. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۸ - ۱۳:۲۳
Background image

د کرنې وزارت او د هالند کمېټې ترمنځ د همکارۍ هوکړه‌لیک لاسلیک شو

۱۸ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۰ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت او د هالند کمېټې ترمنځ «په افغانستان کې د اقلیمي بدلونونو پر وړاندې د پایدارو معیشتونو ښه‌والی او د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۸ - ۸:۳۵
Background image

ننګرهار کې پر سلګونو زلزله ځپلو مالدارانو د څارویو خوراکي توکي، درمل او نغدې مرسته وېشل کېږي

۱۸ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۰ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست سره په همغږۍ دافغان ځوانانو خدماتيمؤسسې له لورې د ننګرهار په دره نور ولسوالی کې ٧٥٠ تنو. . .

بازگشت