هلمند کې دطبیعي کبانو د ښکار مخنیوی په اړه د عامه پوهاوی کمپاین ترسره شوه 

mail-admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۵/۱ - ۱۳:۲۳
هلمند کې دطبیعي کبانو د ښکار مخنیوی په اړه د عامه پوهاوی کمپاین ترسره شوه 

۱ زمری ۱۴۰۳ه‍.ش
۱۶ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۶ه‍.ق
دهلمند ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په دې ولایت کې د رود، بغرا، زابر او ویالو د کبانو د ښکار مخنیوی په اړه پېرېدونکو او پلورونکو ته عامه پوهاوی ورکړل شو. 
دعامه پوهاوی په دې کمپاین کې د مالدارۍ او حیواني روغتیا آمر حافظ هدایت الله هدایت او اړونده کارمندانو شتون درلود چې د مرکز لښکرګاه، ګرشک، ناوې، باباجي او نادعلي ولسوالیو کې د عامو او خاصو خلکو د پوهاوی په موخه خبرتیاوې هم خپرې شوې.
دعامه پوهاوی په دغه کمپاین کې د هلمند ولایت د مالدارۍ او حیواني روغتیا آمر حافظ هدایت الله هدایت وویل :«داچې په دې وروستیو کې د هلمند ولایت په مرکز لښکرګاه او ګڼو ولسوالسو کې د کبانو روزلو زرګونه فارمونه جوړ شوي دي، چې له مخې یې دا ولایت د کبانو د غوښو له پلوه په ځان بسیا ده، نو له همدې امله هغه کبان چې په نسلي ډول ددې ولایت په عمومي سیندونو، ویالو، کانالونو او زابرانو کې شتون لري پر ښکار یې د کرنې ریاست له لوري کلک بندیز لګول شوی دی.»
هغه همدارنګه وویل: «د هلمند د کرنې اداره هڅه کوي، چې ددې ولایت د کبانو د نسل ختمېدو مخه ونیسي او په غیر قانوني توګه به چاته اجازه نه ورکول کېږي، چې دغه طبیعي کبان ښکار کړي.»
ښاغلي هدایت دارنګه زیاته کړه، هغه کسان چې ددې خبرتیا له خپرېدو وروسته دغه ډول کبان ښکار کړي قانوني چلند به ورسره ووشي.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۵ - ۸:۳۷
Background image

د ننګرهار خوږیاڼو ولسوالی کې د حیواني کلینیکونو د فعالیتونو څارنه ترسره شوه

د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د مالدارۍ خدمتونو او څارویو روغتیا امر، مفتي عزیزالرحمن عزیز، په مشرۍ ګډ پلاوي د خوږیاڼو ولسوالی په بېلابېلو کلیو کې د یو شمېر حیواني. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۵ - ۸:۲۲
Background image

لغمان کې ۵۰۰ مالدارانو ته د علفې میده کولو ماشینونه او منرالي خښتې ووېشل شوې

د لغمان ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په همغږۍ، د ملګرو ملتونو د خوړو اوکرنې نړۍوالې ادارې «افاې»‌او په مالي ملاتړ او د«ان‌سي‌اراو» مؤسسې په تخنیکي همکارۍ، د مهترلام ښار ۵۰۰. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۵ - ۸:۲۲
Background image

بغلان کې د شاتو تولید مخ پر زیاتېدو؛ ۳۸۰ فارمونه په کلني ډول تر ۳۵ مټریک ټنه شات تولیدوي

د بغلان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست مسؤولین وایي، په دې ولایت کې د شاتو مچیو روزنې او د شاتو تولید په برخه کې د پام وړ پرمختګ شوی او دا مهال شاوخوا ۳۸۰ د شاتو تولید فارمونه په. . .

بازگشت