پنجشېر ولایت ته د کرنې وزارت د مالي او اداري مرستیال سفر

mail-admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۴/۲۸ - ۱۳:۱۱
پنجشېر ولایت ته د کرنې وزارت د مالي او اداري مرستیال سفر

۲۸چنګاښ ۱۴۰۳ه‍.ش
۱۲ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۶ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت مالي او اداري مرستیال ملا اغاجان اخند «حاجي سالم» او ورسره مل پلاوي د کرنې او مالدارۍ د وضعیت د څېړلو او د بزګرانو او مالدارانو د ستونزو د حل په موخه د خپلو ولایتي سفرونو په دوام پنجشېر ولایت ته سفر وکړ. 
دغه سفر د کروندګرو او مالدارانو د وضعیت څېړلو، د عشر او زکاتو انسجام او راټولولو، د وزارت د خالصه املاکو د عوایدو تنظیمولو، د کرنې او مالدارۍ پراختیا او د طبیعي بوټو او طبیعي سرچینو د ساتنې او خوندیتوب په پار ترسره شوې ده.
په پام کې ده، چې د دغه سفر په لړ کې د کرنې وزارت مالي او اداري مرستیال د پنجشېر ولایت له سیمه ییزو چارواکو سره په کتنه کې د عشر او زکاتو د راټولولو پرڅرنګوالي، د ځمکې د غصب مخنیوی او غصب شویو ځمکو بېرته راګرځولو او د ځمکې د اجارې پرڅرنګوالي او دغه راز دکرنې اومالدارۍ سکټور او ترڅنګ یې په نورو سکټورونو کې پانګوالو ته د پانګونې زمینې برابرولو په هکله خبرې اترې وکړې.
په دې سفر کې د مالدارۍ د خدماتو رییس ايوب احدي، د مالدارۍ رییس قاري محمد اکبر امين، د مالي او اداري مرستیالۍ سلاکاران مولوي ندا محمد عابد او محمد امین ځواکمل او دکرنې وزارت د بېلابېلو څانګو یو شمېر کار پوهان او کارکوونکي د مالي او اداري مرستیال ملتیا کوي.

سفر معین مالی و اداری وزارت زراعت به ولایت پنجشیر
۲۸ سرطان ۱۴۰۳ هـ.ش
ملا آغاجان آخند «حاجی سالم» معین مالی و اداری وزارت زراعت، آبیاری و مالداری و هیئت همراهش به ادامه سفرهای ولایتی‌اش به منظور بررسی وضعیت زراعت و مالداری و حل مشکلات دهقان و مالداران  به ولایت پنجشیر سفر کرد.
این سفر به هدف بررسی وضعیت دهاقین و مالداران، انسجام و جمع آوری عشر و زکات، تنظیم عواید جایدادهای خالصه وزارت، انکشاف زراعت و مالداری و حفاظه نباتات طبی و منابع طبیعی انجام شده است.
قرار است معین مالی و اداری وزارت زراعت در جریان این سفر با مسوولان محلی ولایت پنجشیر دیدار  و پیرامون چگونگی جمع آوری عشر و زکات، ‌جلوگیری از غصب و استرداد زمین‌های غصب شده و اجاره دهی آن‌ها و فراهم سازی سهولت سرمایه گذاری برای سرمایه گذران در سکتور زراعت و مالداری و سایر سکتور بحث و گفتگو نماید.
در جریان این سفر معین مالی و اداری را  ایوب احدی رییس خدمات مالداری، قاری محمد اکبر امینی رییس اداری، مولوی ندا محمد عابد و محمد امین ژواکمل مشاورین معین مالی و اداری و شماری از متخصصین و کارمندان بخش‌های مختلف وزارت زراعت همراهی می کنند.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۶ - ۱۶:۱۶
Background image

د کرنې وزارت د پلان او برنامو د همغږۍ لوی رییس د افغانستان لپاره د هالینډ کمېټې د پروګرامونو له مسوول سره وکتل

۶ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۳ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د پلان او برنامو د همغږۍ لوی رییس مولوي عبدالعلي عمري د افغانستان لپاره د هالینډ کمېټې د پروګرامونو له. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۶ - ۱۶:۱۲
Background image

د کرنې وزارت د پلان او برنامو د همغږۍ لوی رییس د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې له مسوول سره وکتل

۶ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۳ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د پلان او برنامو د همغږۍ لوی رییس مولوي عبدالعلي عمري په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۶ - ۱۶:۷
Background image

د کرنې او مالدارۍ مرستیال د ریشخور لبنیاتو فابریکې د چارو د پرمختګ څارنه وکړه

۶ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۳ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي ضمیر عثماني، د کابل په ریشخور کې د لبنیاتو فابریکې د تجهیزاتو د نصبولو. . .

بازگشت