د کرنې وزارت مالي او اداري مرستیال په پروان کې د شېدو ټولولو له دوو مرکزونو څخه لیدنه وکړه

mail-admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۴/۲۸ - ۹:۲۲
د کرنې وزارت مالي او اداري مرستیال په پروان کې د شېدو ټولولو له دوو مرکزونو څخه لیدنه وکړه

د کرنې وزارت مالي او اداري مرستیال ملا اغاجان اخند «حاجي سالم» د پروان ولایت د جبل السراج ولسوالی د مددخېلو کلي او د پروان ولایت د بګرام ولسوالی د قلندرخېلو د شېدو ټولولو له مرکزونو څخه لیدنه وکړه. 
دکرنې وزارت مالي او اداري مرستیال د شېدوټولولو له مرکزونو څخه د لیدنې پرمهال وویل،:«مالدارۍ د هېواد په اقتصادي وده کې ستره ونډه لري، د مالدارۍ له لارې د کورنیو اقتصادي ستونزې کمېږي.»
د شېدو ټولول په دغو مرکزونو کې لبني مصحولات د مالدارۍ ټولنې په مرسته راټولیږي او د لبنیاتو د پروسس مرکزونو او شرکتونو ته لېږدول کېږي.
د پروان نږدې ۸۰ سلنه خلک له کرنې او مالدارۍ سره لېوالتیا لري، چې په دغه ولایت کې د کورنیو په اقتصادي وده کې مهم بلل کېږي.

معین مالی و اداری وزارت زراعت از دو مرکز جمع آوری شیر در ولایت پروان بازدید کرد
ملا آغاجان آخند «حاجی سالم» معین مالی و اداری وزارت زراعت، آبیاری و مالداری وزارت زراعت از مرکز جمع‌آوری شیر قریه مدد‌خیل ولسوالی جبل‌السراج و قلندرخیل ولسوالی بگرام ولایت پروان بازدید کرد.
معین مالی و اداری در جریان بازدید از مراکز  جمع آوری شیر گفت:« مالداری سهم بزرگ در رشد اقتصادی کشور دارد، توسط مالداری مشکلات اقتصادی خانواده‌ها کمتر می‌شود.»
در این مراکز جمع‌آوری شیر، لبنیات به کمک اتحادیه مالداری جمع‌آوری شده و به مرکز و شرکت‌های پروسیس لبنیات انتقال داده می‌شود.
نزدیک به ۸۰ فیصد مردم پروان علاقه‌مند زراعت و مالداری هستند که مالداری در رشد اقتصادی خانواده در این ولایت مهم پنداشته شده است.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۷ - ۱۶:۱۰
Background image

کندهار ته د پاکستاني وریجو د قاچاق مخه ونیول شوه

۱۷ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۹ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر رهبرۍ لاندي، د بوټو ژغورنې مدیریت د قرنطین چارواکي وایي، چې د کندهار ښار د ۷مې ناحیې په. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۷ - ۱۶:۹
Background image

د کندهار کوهکران څېړنیز فارم کي زده کړیالانو ته د عملي زده کړې زمینه برابره شوې

۱۷ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۹ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د کندهار دکرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر رهبرۍ لاندي، د کوهکران څېړنیز فارم مسلکي انجنیرانو له لوري د میوند ولسوالی کرنیز انسټیټوټ. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۷ - ۱۶:۴
Background image

د ننګرهار هډې فارم کې د خرما بڼونو چټکه پراختیا؛ د کرنیزو تولیداتو او اقتصاد د پیاوړتیا نوې هیلې

۱۷ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۹ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت چارواکي وایي، چې د هډې فارم په سیمه کې د خرما بڼونو د پراختیا چارې په چټکۍ سره روانې دي، چې موخه یې د. . .

بازگشت